کورپاڼه / خبرونه / محمد رضوان د محمد شهزاد ریکارډ مات کړ
محمد شهزاد او محمد رضوان

محمد رضوان د محمد شهزاد ریکارډ مات کړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپوهونکي او ویکټ ساتونکي پښتون محمد رضوان د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه ویکټ ساتونکي او توپوهونکي محمد شهزاد ریکارډ مات کړ او نوی ریکارډ یې په خپل نوم کړ.

د افغانستان محمد شهزاد د ویکټ ساتونکي او توپوهونکي په توګه له ۲۰۱۶ کال راهیسې دا ریکارډ له ځان سره درلود، چې اوس په ۲۰۲۱ کال کې دا ریکارډ محمد رضوان په خپل نوم کړ.

محمد شهزاد د ویکټ ساتونکي او توپوهونکي په توګه لومړنی لوبغاړی و چې د یوه کال په موده کې یې زیاتې څلویزې وهلې وې، هغه دا څلوریزې په ۲۰۱۶ کال کې وهلې وې.

اوس محمد رضوان د ۲۰۲۱ کال د یو کال په موده کې ۱۰۲ څلوریزې ووهلې او د ټولو ویکټ ساتونکو توپوهونکو ریکارډ یې مات کړ او دا ریکارډ یې په خپل نوم ثبت کړ.

محمد رضوان په ۲۰۲۱ کال کې ۱۰۲ څلوریزې، محمد شهزاد په ۲۰۱۶ کال کې ۵۹ څلوریزې، کوانټین ډي کوک په ۲۰۲۱ کال کې ۵۴ څلوریزې، جاس بټلر په ۲۰۲۱ کال کې ۴۹ څلوریزې او برینډن مکالم په ۲۰۱۲ کال کې بیا ۴۶ څلوریزې وهلي دي.

دا هم ولولئ

د افغان نولس کلنو کم عمره ځوانانو سبانۍ لوبه په ټلویزون ښودل کېږي

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه …