کورپاڼه / هنر او کلتور / اریانا سعید، د افغانستان اوسنیو واکمنانو ته پیغام ورکړی او ځینې غوښتنې یې ترې کړي
اریانا سعید

اریانا سعید، د افغانستان اوسنیو واکمنانو ته پیغام ورکړی او ځینې غوښتنې یې ترې کړي

د افغانستان مشهورې سندرغاړې او د ښځو حقوقو مدافعې اریانا سعید د هېواد اوسنیو واکمنانو ته پیغام ورکړی او څو غوښتنې یې ورنه کړي دي.

اریانا سعید ویلي دي، درې رنګه ملي بیرغ د افغانستان د اکثریت وګړو لخوا منل شوی، نو تاسو هم دا بیرغ ومنئ او د افغان نجونو او ښځو د تعلیم غوښتنه هم کړې ده.

هغې ویلي، د افغان نجونو او ښځو د تعلیم، کار او په ټولنه کې د عادي او انساني شتون حقوق په ټولنه کې مراعات او درناوی ورته وکړئ.

همدا راز وایي، د افغانستان رسمي ژبې پښتو او دري/فارسي دي؛ لطفاً یوازې یوه ژبه په ټولنه مه تحمیلوئ او حکومت ټول شموله کړئ او په دولتي ادارو کې مسلکي خلک وګمارئ.

اریانا سعید زیاته کړې، همدا اوس دا ګامونه پورته کړئ، زه ژمنه کوم چې نه یوازې اکثریت ملاتړ به ترلاسه کړئ، بلکې نړیواله ټولنه به هم ستاسو پر وړاندې خپل دریځ بدلون ته دوام ورکړي.

په وروستیو کې د پوښتنې په ډول وایي، آیا دا اقدامات یوه غیر انسانی او غیر منطقی غوښتنه ده؟؟ که نه وي نو بیا ستونزه څه ده؟؟ ولې ځان او ولس تباه کول غواړې؟؟

دا هم ولولئ

سنیتا او ګویندا

ګویندا ولې تر یو کاله پورې خپل واده پټ ساتلی و؟

د هندي سینما د مشهور اداکار ګویندا او د هغې مېرمن سنیتا د واده ۳۶ …