کورپاڼه / خپلواک / شهزاد او نبي ښه لوبه وکړه، خو بيا هم ناکامه شو
محمد نبي

شهزاد او نبي ښه لوبه وکړه، خو بيا هم ناکامه شو

خپلواک وېبپاڼه (۱۸ دسمبر ۲۰۱۹): د بنګله دېش تجارتي ليګ په نننۍ لوبه کې محمد شهزاد په زړه پورې توپوهنه ترسره او محمد نبي هم ښه لوبه وکړه، خو د محمد نبي په مشرۍ د رنګپور رېنجرز لوبډلې دريمه پرلپسې ماته هم وخوړه.

د بنګله دېش تجارتي ليګ ۱۱مه لوبه د رنګپور رېنجرز او کوميلا واريرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې پچه د رنګپور رېنجرز لوبډلې وګټله او لومړی يې توپوهنه غوره کړه.

رنګپور رېنجرز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۱ منډې وکړې، چې له ډلې يې محمد شهزا ۶۱، محمد نبي ۲۶، ټام ابيل ۲۵ او ليوس ګريګوري ۲۱ منډې وکړې.

محمد شهزاد

د کوميلا واريرز له لوري مجيب الرحمان ۲، سنظم الاسلام، الامين حسېن او سوميه سرکار ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د ۱۸۲ منډو هدف د کوميلا واريرز لوبډلې په ۱۹.۴ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ۶ ويکټو يې بريا خپله کړه. د دوی له لوري شبير رحمان ۴۹، ډيويډ ملن ۴۲ ناسوځېدلې، سوميه سرکار ۴۱ او بهانوکا راجا پکسا ۳۲ منډې ترلاسه کړې.

د رنګپور رېنجرز له لوري محمد نبي، مقيد الاسلام، مستفيظ الرحمان او ټام ابيل ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ډيويډ ملن ترلاسه کړه.

د يادولو وړ ده چې نن به د بنګله دېش تجارتي ليګ دويمه لوبه د چټاګرام چېلنجرز او ډهاکه پلاټون لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …