کورپاڼه / هنر او کلتور / د روانې پېړۍ تر اخره به ۱۵۰۰ ژبې له منځه ولاړې شي

د روانې پېړۍ تر اخره به ۱۵۰۰ ژبې له منځه ولاړې شي

اوس وخت په نړۍ کې لږ تر لږه ۱۵۰۰ داسې ژبې شته، چې په اړه یې ژبپوهان ویره لري چې د دې پېړۍ تر آخره به له منځه ولاړې شي، ځکه چې هیڅوک ویونکی به یې پاتې نشي. هغه ژبې چې د ختمېدو وېره یې ده، هغه لیکدود نلري، یوازې ګړنۍ ژبې دي او ویونکي هم ډېر لږ دي او اولادونه یې د خپلې مورنۍ ژبې پرځای نورو ژبو ته لومړیتوب ورکوي.

دا چې اوسمهال په نړۍ کې څومره ژبې شته، په اړه یې دقیق معلومات نشته خو ژبپوهان د ۷۰۰۰ ژبو په شتون توافق کړی، چې په دې ژبو کې ۲۵۰۰ د ختمېدو په حال کې دي. په دې اړه اسټرالیایي زبپوهانو څېړنه ترسره کړې.

څېړونکو ویلي، چې د سړکونو په پراخېدلو، د ښارونو او کلیو په یوځای کېدلو سره ښاري ژبې، د بېلګې په توګه انګلیسي، په کلیوالي ژبو برلاسي پیدا کوي، چې دې چارې سیمه ییزې ژبو ته لارې بندې کړي.

دوی په دې باور دي چې د ژبو د ختمېدو یو لامل په تعلیمي ادارو کې په دوو ژبو د زده کړو لړۍ له منځه تلل او یوازې پرمختللیو ژبو ته اهمیت ورکول دي، چې زیان یې کم نفوس ویونکو ژبو ته رسېږي، چې په دې لړ کې اسټرالیایي ژبو ډېر زیان لېدلی دی.

د اوسنۍ اروپا له جوړېدو وړاندې اسټرالیا کې ۲۵۰ ژبې ویل کېدې، خو اوس یوازې ۴۰ ژبې ترې پاتې دي او په دې کې په لږو ژبو زده کړې کېږي. په دې تړاو استاد قیلیسیټي میکنز وایي، له سیمه ییزو ژبو سره چې څه کېږي، هغه د نړیوالیتوب یوه لړۍ ده.

موږ باید دا هېر نه کړو چې د هرې ژبې ویونکي ځانته تاریخ، تجربې او مشاهدې لري، خو د استعماري نظام بې رحمانه پالیسو ډېرې سیمه ییزې ژبې له منځه یوړې. که موږ اسټرالیا ته وګورو نو دلته د سیمه ییزو ژبو په ویلو سزا ورکول کېږي او د هغوی لپاره تجربې په حقیقت کې تریخې وي، چې اغېز یې د ځایي ژبو په مرسته انتقال مومي.

دا هم ولولئ

سنیتا او ګویندا

ګویندا ولې تر یو کاله پورې خپل واده پټ ساتلی و؟

د هندي سینما د مشهور اداکار ګویندا او د هغې مېرمن سنیتا د واده ۳۶ …