کورپاڼه / هنر او کلتور / د بالیووډ هغه سوپر هیټ فلمونه چې شاه رخ خان پکې د کار کولو وړاندیزونه رد کړي

د بالیووډ هغه سوپر هیټ فلمونه چې شاه رخ خان پکې د کار کولو وړاندیزونه رد کړي

د شاه رخ خان مینه وال ټول په دې پوهېږي، د (دل والی دلهنیا لیجایګی)، (ډر) او (بازیګر) په څېر فلمونو له هغه د بالیووډ بادشاه جوړ کړ، خو نوموړي په خپل فلمي ژوند کې ډېر داسې فلمونه رد کړي هم دي، چې وروسته سوپر هیټ ثابت شوي.

هغه فلمونه چې لومړی یې شاه رخ خان ته وړاندیز شوی و، نور اداکارانو په هغې کې کار کړی او ډېرې پیسې یې ګټلي او په بالیووډ کې شهرت ترلاسه کړی، چې په دې اداکارانو کې عامر خان، سنجی دت او انیل کپور هم شامل دي.

د مسټر پرفیکشنسټ عامر خان سوپر هیټ فلم (لګان) کې د بوون د رول لپاره شاه رخ خان ته وړاندیز شوی و، خو هغه دا وړاندیز ونه مانه او تر اوسه یې لامل هم نه دی څرګند شوی.

د (سلم ډاګ میلینیر) فلم کې د پریم کمار رول له انیل کپور وړاندې شاه رخ خان ته وړاندیز شوی و، خو شاه رخ خان په دې سبب رد کړ چې په فلم کې کوربه دوکه باز او بد اخلافه معرفي شوی او شاه رخ خان وویل، که زه دا رول ولوبوم، نو خلک به ماته همدا ډول فکر کوي.

د سلمان خان (ټایګر) فلم هم لومړی شاه رخ خان ته وړاندیز شوی، خو د تاریخ ستونزې شاه رخ خان د دې فلم هېرو نه کړ.

د هریتک روشن (جودا اکبر) فلم هم یو له هغه فلمونو څخه دی چې شاه رخ خان ته وړاندیز شوی و، خو هغه رد کړ.

د (مُنا بایي ایم بي بي ایس) فلم د سنجي دت تر ټولو غوره فلم ګڼل کېږي، د دې فلم وړاندیز هم شاه رخ خان ته شوی خو د نامعلوم سبب له امله یې رد کړ.

دا هم ولولئ

سنیتا او ګویندا

ګویندا ولې تر یو کاله پورې خپل واده پټ ساتلی و؟

د هندي سینما د مشهور اداکار ګویندا او د هغې مېرمن سنیتا د واده ۳۶ …