کورپاڼه / کرکټ / کوهلي او انوشکا له خپلو مینه والو او رسنیو غوښتنه کړې

کوهلي او انوشکا له خپلو مینه والو او رسنیو غوښتنه کړې

د هند کرکټ لوبډلې د ټیسټ لوبو لوبډلمشر ویرات کوهلي او د هغه میرمنې اداکارې انوشکا شرما له عکس اخیستونکو، رسنیو او د خپلو مینه والو څخه ځانګړې غوښتنه کړې.

پر ټولنیزو رسنیو انوشکا شرما او ویرات کوهلي لومړی له رسنیو او خپلو مینه والو څخه مننه کړې او بیا یې غوښتنه کړې چې د لور وامیکا عکسونه او ویډیو دې نه کوي.

دا مشهوره جوړه وایي، د والدینو په توګه موږ له هغه خلکو او مینه والو، چې د وامیکا ویډیو او عکسونه یې اخیستي، غوښتنه کوو چې دا عکسونه او ویډیوګانې دې پر ټولنیزو رسنیو نه خپروي.

دوی دواړو زیاته کړې ده، موږ خپلې لور ته له رسنیو او ټولنیزو رسنیو د آزاد او نارمل ژوند موقع ورکوو او دا د هغې حق دی، هیله ده په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړئ او د محرمیت درناوی یې وکړئ.

د یادونې وړ ده چې په نړیوال شل اوریز جام کې د هند لوبډلې د خرابو کارکردګیو په سبب کوهلي ته اخطار ورکړل شوی، چې له لور سره به یې زیاتی کوي.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …