کورپاڼه / کرکټ / د هند او سویلي افریقا ترمنځ لوبې د بندو دروازو تر شا ترسره کېږي

د هند او سویلي افریقا ترمنځ لوبې د بندو دروازو تر شا ترسره کېږي

د هند او سویلي افریقا لوبډلو ترمنځ ټیسټ لوبلړۍ د دسمبر په ۲۶مه نېټه په سینچورین په سوپر سپورټ پارک کې ترسره شي.

که څه هم دا لوبې د کورونا وایروس په سبب ځنډېدلې وې، خو دواړو کرکټ بورډونو یې په ترسره کولو موافقه وکړه. د هند لوبډلې په دې سفر کې د ټیسټ لوبو ترڅنګ یوه ورځنۍ او شل اوریزې لوبې هم مهالویش شوې، چې له دې لوبو به شل اوریزې کوم بل وخت ترسره شي.

د هند او سویلي افریقا ترمنځ لومړۍ ټیسټ لوبه، چې د دسمبر په ۲۶مه پیلېږي، مینه والو ته یې د نندارې اجازه نه ورکول کېږي او د بندو دروازو تر شا به ترسره شي.

له دې وړاندې داسې پرېکړه شوې وه، چې د لوبلړۍ نندارې به په محدوده اندازه نندارچیانو ته اجازه ورکړي، خو اوس یوازې ځانګړو استازو ته، چې شمېر ۲۰۰۰ تنه دی، د نندارې اجازه ورکړل شوه.

د دواړو لوبډلو مینه وال اوس هم په تمه دی چې ګوندې حکومت ورته د نندارې اجازه ورکړي، خو ویل کېږي چې لوبغالي ته د راتګ امکان نشته او د ټکټونو اخیستل لړۍ هم بنده ده، خو ویلي یې دي چې په دې اړه به په لنډو ورځو کې مینه والو ته تازه معلومات ورکړي.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …