خپلواک وېبپاڼه (۱۸ دسمبر ۲۰۱۹): د افغانستان ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر ګلبدین نايب په خپلو تېرو خبرو پښېماني ښکاره کړې ده او وايي چې اصغر افغان يې ورور او مشر دی، هغه د يوه مشر تر څنګ يو ښه لوبډلمشر هم دی.
د لوبغاړو ترمنځ وروستۍ ناندرۍ بالاخر هم د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي په هڅو پای ته ورسېدې او د لوبغاړو ترمنځ راغلې غلط فهمۍ ختمې شوې، چې اصغر افغان او ګلبدين نايب يو بل ته غېږ ورکړه او ژمنه يې وکړه چې دواړه به د افغانستان لپاره لوبېږي او دې هېواد ته به وياړونه راوړي.
د افغانستان کرکټ بورډ له فېسبوکپاڼې يوه ويډيو خپره شوې ده، چې په دغه ويډيو کې د کرکټ بورډ عمومي رييس، د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان او پخوانی لوبډلمشر ګلبدي نايب ليدل کېږي.
فرهان یوسفزی د ويډيو په پيل کې وايي، چې نننۍ ناسته يې په دې اړه ده چې د اتلانو ترمنځ په ټولنيزو رسنيو کې وروستيو بې اتفاقيو ته د پای ټکی کېږدي، چې مينه وال هم دغه چارې ډېر خپه کړي دي.
ګلبدین نايب په خپلو خبرو کې وايي، چې عمومي رييس په وروستيو ناندريو کې د يوه رهبر رول ترسره کړ او موږ يې سره يې کېنولو چې په دې لړ کې له هغه نه مننه کوي. هغه وويل چې زموږ ګټه په اتفاق او يووالي کې ده. هغه د خپلې ويډيو په اړه وويل، چې په احساساتو کې راغلی و، سهوه ترې شوې وه، خو خلکو يې له دغه ويډيو نه غلطه استفاده وکړه.
هغه همدا راز له اصغر افغان نه هم مننه وکړه او وې ويل چې زما مشر دی او زه ترې مننه کوم چې ماته راغی. هغه وويل چې اصغر افغان کې د يو ښه مشر صفت شته دی.
د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان هم له فرهان يوسفزي مننه وکړه چې په وروستيو ناندريو کې يې د يوه مشر رول ترسره کړ. هغه همدا راز وويل چې ګلبدين نايب زما اتل دی او موږ ټول د خپل هېواد لپاره لوبېږو. هغه وويل چې د اسيا کپ او نړيوال شل اوريز جام ته وخت لرو او هغې ته به پوره تياری کوو.
نوموړي سياستوالو او ځينې هغه کسانو ته چې په کرکټ کې لاسوهنې کوي، وويل چې کرکټ موږ ته پرېږدئ، ځکه موږ تر دې ځایه رارسولی دی او مخکې به يې هم بوځو. هغه وويل چې ملي اتلان د هېواد لپاره لوبېږي او هر کله چې مېدان ته کوزېږي، نو هڅه يې دا وي چې افغانستان ته برياوې راوړي.
همدا راز د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس په خپلو وروستيو خبرو کې وويل، چې زموږ داخلي او کورني منافقين نه شي کولای چې د کرکټ بورډ په کورنۍ کې درزونه راپېدا کړي، ځکه چې ټول په يووالي سره کار کوي.
د ويډيو په وروستيو برخه کې ښکاري، چې درې واړه سره غېږ ورکوي او همدا راز اصغر افغان او ګلبدين نايب په خندا باندې يو بل ته لاسونه ورکوي.