کورپاڼه / جالب / ملاله یوسفزۍ خپل خاوند ته: که ږیره دې وخرییله نو کور ته مه راځه
ملاله یوسفزۍ

ملاله یوسفزۍ خپل خاوند ته: که ږیره دې وخرییله نو کور ته مه راځه

د نوبیل جایزې ګټونکې مشهورې پښتنې ملالې یوسفزۍ خپل خاوند ته ویلي دي، که ږیره دې وخرییله نو بیا کور ته مه راځه، دا خبرې هغې په یوه ویډیو کې کړې دي چې په ټولنیزو رسنیو کې وایرل شوې ده.

ملالې یوسفزۍ یوه ویډیو خپره کړې ده، چې هغه پکې د خپل خاوند عصر ملک سره لیدل کېږي او دواړه یوه لوبه کوي او د لوبې سره سره د خپلو راتلونکو پروګرامونو په اړه خبرې هم کوي.

دواړه په وار وار یو قلم یو ګېلاس ته غورځوي او د یوې یوې خبرې یادونه هم کوي، که چېرته ګیلاس ته قلم ولېږي، نو خبره به هو وي او که ونه لېږي نو خبره به نه وي.

ملاله یوسفزۍ یو ځل وايي چې ایا هغې ته پکار دي چې جیم ته لاړه شي؟ نو قلم ګیلاس ته نه غورځېږي، خو یو ځل بیا دا هم وايي چې مصر ملک ته پکار دي چې ږیره وخريي او بیا هم د هغې قلم ګیلاس ته نه غورځېږي.

نو هغه بیا خپل خاوند ته وايي، چې هغه باید خپله ږیره ونه خریي او که یې داسې وکړل، نو بیا ورته کور ته د راتګ اجازه نشته. د هغې دا ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو خلکو خوښه کړې ده.

دا هم ولولئ

یوې ښځې د خپل مېړه دوه ګوتې ماتې کړي، وایي دویم واده یې کاوه

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې یوې اسیايي مېرمنې د خپل مېړه د …