کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان به اوس د شاهین شاه اپریدي په لوبډلمشرۍ کې لوبېږي
راشد خان او شاهین شاه اپریدی

راشد خان به اوس د شاهین شاه اپریدي په لوبډلمشرۍ کې لوبېږي

د پاکستان سوپر لیګ د راتلونکي پړاو (اووم پړاو) ۲۰۲۲ کال لپاره د لاهور قلندرز لوبډلې چټک توپ اچونکی شاهین شاه اپریدی نوی لوبډلمشر وټاکلو.

د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکی راشد خان چې د پاکستان سوپر لیګ کې به سږکال د دویم ځل لپاره د لاهور قلندرز لوبډلې سره لوبېږي، اوس به د شاهین شاه اپریدي تر لوبډلمشرۍ لاندې لوبې کوي.

د لاهور قلندرز لوبډلې مسوولینو نن په یوه خبري ناسته کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی شاهین شاه اپریدی نوی کپتان اعلان کړ.

د یادولو وړ ده چې تېر کال د لاهور قلندرز لوبډلې لوبډلمشري د سهیل اختر په غاړه وه، خو لاهور قلندرز تراوسه پورې د پاکستان سوپر لیګ اتلولي نه ده خپله کړې او ښايي له همدې امله دوی کپتان هم بدل کړی وي.

د لاهور قلندرز لوبډلې لوبډلمشري اظهر علي، ډواین براوو، برینډن مکالم، محمد حفیظ، اې بي ډیویلیرز او فخر زمان هم کړې ده، خو هېڅ کپتان په دې نه دی توانېدلی چې لاهور قلندرز ته اتلولي خپله کړي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …