کورپاڼه / د لوبو راپورونه / اسټرالیا د ایشیز لوبلړۍ دویمه لوبه هم وګټله

اسټرالیا د ایشیز لوبلړۍ دویمه لوبه هم وګټله

ایشیز لوبلړۍ د دویمې ټیسټ هم اسټرالیا لوبډلې په ۲۷۵ منډو وګټله او په لوبلړۍ کې ۲-۰ پر وړاندې مخکې والی لري.

دا لوبه د اسټرالیا په کوربتوب په ادلیډ کې ترسره شوه، د لوبې په پیل کې اسټرالیا لوبډلې پچه وګټله او پخپله یې توپ وهنه غوره کړه.

اسټرالیا په لومړۍ پاڼۍ ۱۵۰.۴ اورونه ولوبول، ۹ ویکټې یې له لاسه ورکړي او ۴۷۳ منډې یې وکړې. د دوی لخوا ډیویډ وارنر ۹۵، مارنس لبشين ۱۰۳، سټیو سمېت ۹۳، ایلیکس کیري ۵۱، میچل سټارک ۳۹* او میچل نیسر ۳۵ زیاتې منډې وکړې.

د انګلستان لپاره بین سټوکس ۳، جیمس اندرسن ۲، سيټورټ براډ، کریس ووکس، اولی روبینسن او جو روټ ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

انګلستان ورته په ځواب کې ۸۴.۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۳۶ منډې کړي او ۲۳۷ منډې باقي شول، چې له ډلې یې جو روټ ۶۲، ډیویډ ملان ۸۰ او بین سټوکس ۳۴ زیاتې منډې وکړې. د اسټرالیا لخوا میچل سټارک ۴، ناتن لین ۳، کمرون ګرین ۲ او میچل نیسر ۱ ویکټ ترلاسه کړه.

اسټرالیا په دویمه پاڼۍ کې ۶۱ اورونه ولوبول د ۹ ویکټو په زیان ۲۳۰ منډې یې وکړې او پاڼۍ یې ډیکلیر کړه او انګلستان ته یې د ۴۶۸ منډو هدف وټاکه، چې مارنس لبشین او ټریوس هیډ ۵۱-۵۱ زیاتې منډې وکړې او انګلستان لخوا ډیویډ میلان، اولی روبینسن او جو روټ ۲-۲، سټوراټ براډ او جیمس اندرسن ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

انګلستان د ۴۶۸ منډو هدف په ځواب کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۲ منډې وکړې او په ۲۷۵ منډو یې لوبه وبایلله، د دوی له لورې روري برنس ۳۴، جوس بتلر ۲۶ او کریس ووکس ۴۴ زیاتې منډې وکړې. د اسټرالیا لخوا جی ریچارډسن ۵، ناتن لین او میچل سټارک ۲-۲ او میچل نیسر ۱ ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …