کورپاڼه / سياست او روانې چارې / په هند کې د افغانستان سفیر: زه د جمهوریت او د افغانستان د جغرافیې استازی یم
فرید ماموندزی

په هند کې د افغانستان سفیر: زه د جمهوریت او د افغانستان د جغرافیې استازی یم

د هند په ډیلي کې د افغانستان د تېر حکومت سفیر فرید ماموندزی وايي، چې د جمهوریت او د افغانستان د جغرافیې استازی دی او لکه د پخوا په څېر د جمهوریت استازولي به کوي.

فرید ماموندزي له هندي رسنیو سره د افغانستان په اړه یوه تازه مرکه کړې ده، چې په دغه مرکه کې هغه د اوسني حکومت او د خپلې دندې په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي دي، تر څو پورې چې ا.ا یو رسمي دولت جوړ نه کړي، تر هغې پورې یې هغه استازولي نه شي کولای، هغه په هند کې د افغانستان د جمهوریت او د خلکو استازی دی.

نوموړي وویل، چې تر څو پورې ا.ا د افغانستان د خلکو، د ښځو او اقلیتونو حقونه نه وي پر ځای کړي، تر هغې پورې موږ د دوی استازولي نه شو کولای.

بلخوا ته په دغه راپور کې دا هم ویل شوي دي، چې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، ځکه د اګست له ۱۵مې وروسته، چې په افغانستان کې حکومت سقوط شو، په هند کې د افغانستان له سفارت سره اړیکې قطع شوي دي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب؛ هغه څوک چې د ولس سره په غم او ښادۍ کې ولاړ دی

د جمهوري دولت په پارلمان کې د کندهار د خلکو استازي حاجي سید احمد سېلاب …