کورپاڼه / خپلواک / شلپا شيټي ١٣ کاله وروسته په نوي فلم کې راځي
شيلپا شيټي

شلپا شيټي ١٣ کاله وروسته په نوي فلم کې راځي

خپلواک وېبپاڼه (١٨ دسمبر ٢٠١٩): د هندي سينما نامتو فلمي ستورې شيلپا شيټي ١٣ کاله وروسته يو ځل بيا سينما ته راروانه ده، هغه به د (نکما) فلم نه يو ځل بيا د سينما نړۍ کې راښکاره شي.

د هندي رسنيو د راپورونو تر مخه، شيلپا شيټي ډېره موده له فلمونو نه ليرې وه، خو هغه يو ځل بيا په فلم کې راروانه ده. شيلپا شيټي د شبير خان په راروان فلم (نکما) کې کار کړى دى. شيلپا شيټي په خپل ټويټر باندې ليکلي دي، چې د (نکما) فلم د نندارې ته وړاندې کېدو نېټې پر اعلان ډېره خوشحاله ده.

هغه وايي چې دا فلم د ٢٠٢٠ کال د جون په ٥مه نېټه نندارې ته وړاندې کېږي. هغې وويل چې د فلم جوړونکي شبير خان سره په فلم کې د کار کولو تجربه ډېره په زړه پورې وه.

هغې خپلو مينه والو ته ويلي دي، چې ستاسو د فلم کتلو ته تلوسه ده، فلم به په سينما کې ګورئ.

شيلپا شيټي د سينما نه ١٣ کاله ليرې پاتې کېدو په اړه وويل، چې زه د فلمي سينما برخه يم، که زه هر چېرته يم خو د دې سينما سره تړلې پاتې شوې يم. هغه وايي چې تاسې کله د سينما له پردې ليرې شئ، نو بيا درته فلمي نړۍ ډېره دريادېږي.

هغې وويل، چې انسان داسې فکر کوي چې يو څه بايلي او خلک هغه هېروي. هغه وايي چې ما کله هم داسې فکر نه دى کړى، ځکه زه که له سينما ليرې وم، خو په ټلويزيون مې پرلپسې کار کولو او له سينما هم په خپله خوښه ليرې شوې وم.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …