کورپاڼه / کرکټ / ای بي ډیویلیرز د کرپټو کرنسۍ له نړۍ سره لېوالتیا وښوده

ای بي ډیویلیرز د کرپټو کرنسۍ له نړۍ سره لېوالتیا وښوده

د سویلي افریقا د کرکټ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او مخکښ توپ وهونکي ای بي ډیویلیرز هم د کرپټو کرنسۍ له نړۍ سره لېوالتیا وښوده.

د معلوماتو له مخې، ای بي ډیویلیرز په ټوله نړۍ کې د خپلې توپ وهنې له امله خورا زیات شهرت لري، خو په دې وروستیو کې یې له هر ډول کرکټ څخه لاس واخیست او استعفاء یې ورکړه.

ډیویلیرز اوسمهال د کرپټو کرنسۍ او (NFT) سره لېوالتیا ښودلې او په دې تړاو ډېر وخت ټویټ هم کوي او د (XRP) په کرپټو کرنسۍ یې خپل غبرګون څرګند کړی دی.

پر ټولنیزه رسنۍ ټویټر یو شخص د (XRP) کواین په تړاو خپل نظر شریک کړی و، خو د کرپټو کرنسۍ مبصر پوښتنه وکړه چې آیا (XRP) کرنسۍ اوس هم شته؟ چې د دې پوښتنې په ځواب کې ډیویلیرز د خندا ایموجي خپور کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د تېرې نومبر میاشت کې ای بي ډیویلیرز پر ټولنیزه رسنۍ ویلي و، چې هغه په کرپټو کرنسۍ، این ایف ټي او میټا ورس په اړه څېړنې کوي. هغه ویلي و چې دا څېړنه ډېره په زړه پورې ده او وخت سره ډېر شیان بدل شوي دي.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …