کورپاڼه / کرکټ / پاکستاني لوبغاړي ګلونه کرلي؛ ۱۴ کلنې نجلۍ پرې عریضه کړې، وایي تېری یې راباندې کړی

پاکستاني لوبغاړي ګلونه کرلي؛ ۱۴ کلنې نجلۍ پرې عریضه کړې، وایي تېری یې راباندې کړی

د پاکستان کرکټ لوبډلې ټیسټ کرکټر یاسر شاه باندې یوې ۱۴ کلنې نجلۍ د ځورولو او تېري عریضه کړې. نجلۍ ویلي چې له یاسر شاه سره یې ملګری هم.

څورلس کلنې نجلۍ د پاکستان په شالیمار حوزه کې پر یاسر شاه عریضه کړې او پولسو هم څېړنې پیل کړي. په عریضه کې ویلي شوي چې د یاسر شاه ملګري د ټوپک په زور ورسره تېری کړی او ویډیو یې هم ترې کړې ده.

یادې نجلۍ تور پورې کړی، که یاسر شاه او ملګري یې فرحان ورته ګواښ کړی و، که چېرته په دې اړه چاته ووایي نو ویډیو به یې خپره کړي او هغه به هم له منځه یوسي.

نجلۍ زیاته کړې چې یاسر شاه ویلي و، چې هغه یو نړیوال کرکټر دی که شکایت ترې وشي نو په جنجال به یې ککړه شي. نجلۍ دا هم ویلي کله چې یې یاسر شاه ته ټوله کیسه وکړه نو هغه په ټوکه واړوله.

په عریضه کې په یاسر شاه تور پورې شوی چې هغه ورته سخت ګواښونه کړي او ویلي یې دي چې پېژندګلوي لري او همدا راز تر اتلس کلونو پورې یې د کور او لګښتونو وړاندیز هم ورته کړی و، ترڅو غږ اوچت نه کړي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …