کورپاڼه / جالب / په ویتنام کې دوو میرمنو ادعا کړې چې له بدنه یې طبیعي خوشبو ځي او خلک یې هم بویولو ته ورځي

په ویتنام کې دوو میرمنو ادعا کړې چې له بدنه یې طبیعي خوشبو ځي او خلک یې هم بویولو ته ورځي

د ویتنام دوو ښځینه اوسیدونکو ادعا کړې ده، چې له بدنه یې په طبیعي ډول د ګلانو خوشبو ځي.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې، یادې میرمنې وایي چې د دوی له بدنه د طبیعي ګلانو خوشبو ځي او خلک یې هم لېدنې ته ورځي او بدن یې بویوي.

له دې دوو میرمنو یوه یې ډینګ تویي نومېږي او خیاطي کوي، نوموړې د خپل ځان په اړه وایي چې یوه ورځ کې ټوله ورځ کار وکړ او سخته ستړې شوه، نو په دې موقع کې خپل لاسونه پر پښو وسولول نو ټوله خونه خوشبو واخیسته.

نوموړې زیاتوي، چې ډېر ژر مې حس کړه چې په خونه یا کوټه کې خوره شوې خوشبو د هغې د بدن دی، چې د پښو په سولولو سره پیدا شوې ده.

له ډینګ وروسته یوې بلې میرمنې هم ادعا کړې چې د هغې سره هم د ډینګ په څېر پېښه واقع شوې او له بدنه یې خوشبو ځي. که څه هم په رسنیو دواړه میرمنې ډېرې ستایل کېږي خو تر هغوی تر اوسه نه دي ویلي چې داسې ولې کېږي.

دا هم ولولئ

هغه نجلۍ نېول شوې چې د خپل پخواني ملګري د راګېرولو لپاره یې ۳۰ جعلي اکونټونه جوړ کړي و

یوې نجلۍ، چې د خپل پخواني ملګري د زنداني کولو لپاره یې په انستاګرام دیرش …