کورپاڼه / سياست او روانې چارې / اریانا سعید: عمرانه خان! وړاندې له دې بیا خوله خلاصه کړې، دا یاد لره چې

اریانا سعید: عمرانه خان! وړاندې له دې بیا خوله خلاصه کړې، دا یاد لره چې

د افغانستان مشهورې سندرغاړې او د ښځو حقوقو مدافعې اریانا سعید هم د پاکستان لومړي وزیر عمران خان خبرو ته توند غبرګون ښودلی.

اریانا سعید ویلي دي، عمران خانه! بیا ځل چې خوله خلاصوې او د افغانستان تاریخ، کلتور او ښځو په اړه له سپکاوي ډکې څرګندونې کوې، نو دا یاد ته راوله چې افغانستان د علم، ادب، شاعرۍ او نورو ټاټوبی پاتې شوی.

نوموړې عمران خان ته په خطاب کې ویلي، چې دا هغه وخت و چې پاکستان د ځمکې پرمخ شتون نه درلود او په تونده لهجه یې ویلي چې تاسې او حکومت ته مو شرم پکار دی چې افغانستان مو تباه کړ.

هغې د پیغور په ډول ورته ویلي، چې تاسې اوس زموږ د کلتور او د ښځو په اړه د سپکاوي خبرې کوئ، حال دا چې پخپله ژبه اردو کې زموږ د ښکلې فارسي ژبې ډېرې کلمې استعمالوئ او اردو د فارسي/دري، هندي، عربي او نورو ژبو له یوځای کېدو منځته راغلې.

په وروستیو کې خدای ور یاد کړی او ورته یې ویلي، د مهربانۍ له مخې تاسې ټول له خدایه رښتني وېره ولرئ او افغانستان نور تیاریو ته مه ټېل وهئ.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب؛ هغه څوک چې د ولس سره په غم او ښادۍ کې ولاړ دی

د جمهوري دولت په پارلمان کې د کندهار د خلکو استازي حاجي سید احمد سېلاب …