کورپاڼه / سياست او روانې چارې / احمد ضیا مسعود: افغانستان کې د نورو قومونو په پرتله موږ (تاجک) بافرهنګه او باتمدنه یو
احمد ضیا مسعود

احمد ضیا مسعود: افغانستان کې د نورو قومونو په پرتله موږ (تاجک) بافرهنګه او باتمدنه یو

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغانستان د کلتور او ښځو په اړه د څرګندونو په غبرګون کې احمد ضیا مسعود هم داسې څرګندونې کړې دي، چې د افغانستان په نورو قومونو یې ځان لوړ یاد کړی دی.

نوموړی چې د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال یو وخت د ولسمشر لومړی مرستیال هم و او د احمد مسعود ورور هم دی، د عمران خان د څرګندونو په غبرګون کې یې خبرې کړې دي.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي دي، چې په افغانستان کې د نورو قومونو په پرتله د دوی قوم (تاجک) ډېر بافرهنګه او باتمدنه دی او د پاکستان ملي سرود یې هم د خپل تمدن یوه نښه ګڼلې ده.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده، چې تاجک د نورو قومونو غوندې قبایلي ژوند نه لري، بلکې په ښارونو کې اوسېږي او د تمدن یوه نښه یې دا هم ده چې د پاکستان ملي سرود هم د دوی په ژبه (فارسۍ) کې دی.

د یادولو وړ ده چې د شمالي ټلوالې مشرانو ډېری مهال داسې څرګندونې په غونډو کې کړې دي، چې پکې یې د افغانستان نورو قومونو ته په ښه نظر نه دي کتلي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب؛ هغه څوک چې د ولس سره په غم او ښادۍ کې ولاړ دی

د جمهوري دولت په پارلمان کې د کندهار د خلکو استازي حاجي سید احمد سېلاب …