کورپاڼه / کرکټ / ارون فینچ له یوې میاشتې دمې وروسته بیا راستون شو

ارون فینچ له یوې میاشتې دمې وروسته بیا راستون شو

د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د شل اوریزه لوبو اوسنی او د میلبورن رینګیډز پخوانی لوبډلمشر ارون فینچ بیا راستون شو. نوموړی د څه مودې لپاره د ټپونو له امله له کرکټ لېرې و.

د رسنیو د راپور له مخې، ارون فینچ له ټپونو رغېدلی او پخپله فینچ ویلي دي چې په بیګ باش سیالیو ته به د همدې میاشتې په ۲۲مه، یعنې سبابه راستون شي او له خپلې لوبډلې میلبورن رینګیډز سره به یوځای شي.

ارون فینچ، چې نړیوال جام هم په نا رغېدلي ځان ولوباوه او لوبډلې یې اتلولي خپله کړه، له نړیوال جام وروسته د زنګون د ټپ له امله تر درملنې لاندې و او له کرکټ لېرې و.

نوموړي ویلي:((زه چمتو یم چې په بیګ باش کې د خپلې لوبډلې لپاره لوبه وکړم، اوس ښه شوی یم، له نړیوال جام وروسته مې ښه وخت تېر کړ او دې یوې میاشت زما په رغېدا کې مرسته وکړه.))

نوموړی په بیګ باش سیالیو کې د میلبورن رینګیډز لوبډلمشر هم و، خو دا چې ټپي و نو لوبډلمشري ترې هم پاتې وه او په یاده لوبډله کې دوه افغان لوبغاړي محمد نبي او ظاهر خان هم شتون لري.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …