کورپاڼه / کرکټ / ریکي پونټینګ د جو روټ لوبډلمشري تر پوښتنې لاندې راوسته

ریکي پونټینګ د جو روټ لوبډلمشري تر پوښتنې لاندې راوسته

د استرالیا پخواني لوبډلمشر ریکي پونټینګ د انګلستان پر لوبډلمشر جو روټ نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د لوبې پر مهال به یې هغه څه ویلي ول چې خوښه یې وه.

د ایشیز لوبلړۍ د دوهمې ټیسټ لوبې له بایللو وروسته د انګلستان لوبډلمشر جو روټ د ماتې پړه پر توپ اچوونکو واچوله او ویې ویل چې توپ اچونکو باید په پوره زړورتیا سره توپ اچونه کړې وای. روټ د همدې څرګندونو له امله تر نېوکو لاندې راغی.

په دې لړ کې ريکي پونټينګ د جو روټ لوبډلمشري تر پوښتنې لاندې راوسته او ويې ويل چې دا د انګلستاني لوبډلمشر دنده ده چې د لوبې پر مهال خپلو بالرانو ته ووايي چې توپ بايد چېرته وغورځول شي. خو روټ له لوبې وروسته دا خبرې کوي.

د اسټرالیا پخواني لوبډلمشر زیاته کړې چې د دوهمې ټیسټ لوبې د څلورمې ورځې په پیل کې کله چې بین سټوکس د جو روټ پرځای لوبډلمشري کوله، نو انګلستاني توپ اچونکو په توپ اچونه (باونسر) توپونه کول.

هغه دا هم وویل، انګلستاني توپ اچونکو په ټوله لوبه کې هغه وخت باونسر توپونه غورځول، چې جو روټ په لوبغالي کې نه و.

د یادولو وړ ده چې د اسټرالیا لوبډلې د ایشیز لوبلړۍ په دویمه ټېسټ لوبه کې کوربه انګلستان ته په ۲۷۵ منډو ماتې ورکړې او لومړۍ لوبه یې هم په ۹ ویکټو ګټلې وه.

دا هم ولولئ

براډ هوج پر هینریکس د بندیز غوښتنه کړې، وایي په حسنین یې طنز کړی دی

د اسټرالیا پخواني کرکټ لوبغاړي براډ هوج غوښتنه کړې چې پر موسیس هینریکس دې بندیز …