خپلواک وېبپاڼه (١٨ دسمبر ٢٠١٩): د پاکستان يو پخوانى کرکټ لوبغاړى د قطر لس اوريزه ليګ کې د شکمنو کړنو له لامله تر څار لاندې دى او پوښتنې ترې روانې دي.
د رسنيو د راپورونو په وينا، د پاکستان کرکټ بورډ مخکې هم دا خبره تاييد کړې وه، چې د قطر په لس اوريزه ليګ کې له يوه پاکستاني کرکټر سره ځينو کسانو د فساد يا لوبې فيکس کولو په اړه اړيکې نيولې وې، چې هغه بيا د پاکستان کرکټ بورډ ته احوال ورکړى و.
د پاکستان کرکټ بورډ وايي، چې له پاکستاني کرکټر سره د فساد لپاره اړيکې نيول شوې وې، خو هغه وروسته د پاکستان کرکټ بورډ انټي کرپشن څانګې ته معلومات ورکړي و، چې بيا دوى د کرکټ نړيواله شورا هم په دې اړه خبره کړه.
د پاکستان کرکټ بورډ که څه هم د دغه لوبغاړي نوم په ډاګه نه کړ، خو ويل کېږي چې د پاکستان يو پخوانى چټک توپ اچونکى تر څار لاندې دى او د کرکټ نړيواله شورا ترې پوښتنې کوي.
تر دې مخکې د ايي سي سي د انټي کرپشن افسر ايلکس مارشل هم ويلي دي، چې د قطر لس اوريزه ليګ په اړه څېړنې روانې دي. دوى وايي چې د کرکټ نړيواله شورا شک لري چې د قطر ټي ټين ليګ پر مهال ځينې شکمنې کړنې ترسره شوي دي، چې دوى يو ځل د فساد هڅې ناکامه کړي هم دي.
خو د کرکټ نړيوالې شورا په دې لړ کې خپلې څېړنې پراخې کړې دي او هڅه کوي تر څو معلومه کړي چې د قطر لس اوريزه ليګ کې خو به کوم فساد نه وي شوى.