کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان ښه توپ اچونه وکړه خو لوبه یې وبایلله

راشد خان ښه توپ اچونه وکړه خو لوبه یې وبایلله

د بیګ باش شپاړلسمه لوبه سېډني سېکسرز لوبډلې د یوې په زړه پورې لوبې وروسته اډلیډ سټرایکرز ته ماتې ورکړه.

د بیګ باش لیګ ۱۶مه لوبه د پرت سېډني سېکسرز او اډلیډ سټرایکرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې اډلیډ پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

اډلیډ سټرایکرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړي په سوځېدو ۱۴۷ منډې وکړې، د دوی له لورې توماس کیل ۴۱ او جانتن ویلس ۳۲ منډې وکړې.

سېډني سېکسرز له لورې سین اببوټ او دن کریسټن ۳-۳، هیډن کیر او للوډ پاپ ۱-۱ ویکټ واخیسته.

سېکسرز د ۱۴۹ منډو هدف د ۶ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۹.۲ اورونو کې پوره منډې وکړې او سټرایکرز ته یې په ۴ ویکتو ماتې ورکړه.

د سېکسرز له لورې موسیس هینریکس ۲۸ او جارډن سلیک ۳۶ زیاتې منډې وکړې. د سټرایکرز لخوا راشد خان ۳، جورج ګورټن ۲ او فواد احمد ۱ ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …