کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: د طبیعي منظرو لېدل د یوازیتوب احساس کموي

څېړنه: د طبیعي منظرو لېدل د یوازیتوب احساس کموي

د یوې نوې څېړنې له مخې، له کوره بهر وتل او له طبیعي منظرو خوند اخیستل د ښار په اوسیدونکو کې د یوازیتوب یا تنهایۍ احساس کې ۲۸ سلنه کموالی راولي.

یوازیتوب د عامې روغتیا یوه لویه ستونزه ګڼل کیږي او څیړنو ښودلې چې د یوازیتوب له امله د مړینې خطر د هوا د ککړتیا او چاغوالي په پرتله لوړ دی.

په یوه نوې څیړنه کې، کارپوهانو د نړۍ په ښارونو کې د ماین ایپ په کارولو سره د ښاریانو په اړه معلومات راټول کړي، چې په هغې ګې د ګډون کوونکو څخه د یوازیتوب، ګڼې ګوڼې، طبیعي چاپیریال او ټولنیز شمولیت په اړه پوښتنې کوي.

څېړونکو موندلې چې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې د یوازیتوب احساس ډېر وي، خو که چېرته طبیعي منظرو ته وکتل شي نو د تنهایۍ احساس تر ۲۸ سلنو پورې کمېږي.

که چېرته په ښارونو کې طبیعي ځایونه وي نو هغه هم د یوازیتوب احساس له منځه وړي او کله چې خلک خپل ځان په ټولنه کې ګډ وګڼي نو د یوازیتوب احساس یې تر ۲۱ سلنو پورې کمېږي.

دا هم ولولئ

آیا خالص یا اصلي شات پېژنئ؟ په دې طریقه یې معلوم کړئ

شات د بدن د سلامتیا، روغتیا او د پوستکي د ښکلا ساتلو لپاره تر ټولو …