کورپاڼه / کرکټ / جو روټ: موږ تېرې تېروتنې بیا تکرار کړې، ځکه خو مو لوبه هم وبایلله

جو روټ: موږ تېرې تېروتنې بیا تکرار کړې، ځکه خو مو لوبه هم وبایلله

د انګلستان لوبډلمشر جو روټ د ایشیز لوبلړۍ په دویمه ټیسټ لوبه کې له ماتې وروسته وویل، چې دوی په لوبه ې د لومړۍ ټېسټ لوبې تېروتنې یې تکرار کړې، ځکه یې لوبه هم وبایلله.

میلمه انګلستان لوبډلې ته په لومړۍ ټیسټ لوبه کې کوربه اسټرالیا په ۹ ویکټو ماتې ورکړه او په دویمه ټیسټ لوبه کې یې هم په ۲۷۵ منډو له ماتې سره مخ کړه.

د انګلستان لوبډلې لوبډلمشر له لوبې وروسته د خپلو لوبغاړو پر کارکردګۍ خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل، چې په لومړۍ ټیسټ لوبه کې ترسره کړې تېروتنې یې بیا وکړې، نو ځکه یې بیا هم ماتې وخوړه.

روټ له خپلو توپ اچونکو هم ناراضه دی او وایي چې هیڅ توپ اچونکي په لین او لینت توپ اچونه نه کوله. همدا راز په توپ وهونکو یې هم نېوکي وکړې چې په ویکټه پاتې کېدل ترې هېر ول او دا ورته یاد هم نه ول چې ټیسټ لوبه کوي او ډګر ساتنه هم بېکاره وه.

روټ زیاته کړې چې، نور نو دېته وخت نلرو چې تېرې غلطۍ بیا تکرار کړو او نه یې د زغم وړ دي او لوبلړۍ ته د راستنېدو یوازینۍ او وروستۍ هیله ښه لوبېدل دي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …