کورپاڼه / خپلواک / اې بي ډيويليرز بېرته نړيوال کرکټ پيلوي
اې بي ډيويلرز

اې بي ډيويليرز بېرته نړيوال کرکټ پيلوي

خپلواک وېبپاڼه (١٨ دسمبر ٢٠١٩): د جنوبي افريقا لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکى ښايي بېرته نړيوال شل اوريز کرکټ ته راستون شي او راروان کال په نړيوال شل اوريز جام کې ګډون وکړي.

د رسنيو د راپورونو په وينا، د جنوبي افريقا لوبډلې اوسني لوبډلمشر فاف ډوپليسي له رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې خلک غواړي اې بي ډيويلرز بېرته نړيوالو لوبو ته راشي او زه دا غواړم.

فاف ډوپليسي وويل، چې په راتلونکي نړيوال شل اوريز جام کې د ګډون لپاره اې بي ډيويلرز د جنوبي افريقا کرکټ بورډ له مسوولينو سره خبرې کوي، تر څو خپله استعفا بېرته واخلي.

هغه همدا راز زياته کړه، چې په دې اړه له څو مياشتو خبرې روانې دي.

دوه ورځې مخکې د جنوبي افريقا لوبډلې مشر روزونکي مارک باوچر هم دا خبره وکړه، چې هغه به له اې بي ډيويلرز نه غوښتنه وکړي چې په نړيوال شل اوريز جام کې د جنوبي افريقا لوبډلې استازولي وکړي.

د يادولو ده چې چټک توپوهونکى اې بي ډيويلرز تېر کال د مۍ په مياشت کې ناڅاپي له نړيوال کرکټ نه استعفا ورکړه، هغه د چټکې توپوهنې لپاره په ټوله نړۍ کې مشهور او يو مخکښ لوبغاړى و.

هغه مهال د ټولنيزو رسنيو په ټويټر وېبپاڼه کې په خپره کړې ويډيو کې اې بي ډيويلرز ويلي و، چې هغه غواړي نور له کرکټ استعفا ورکړي او نورو کسانو ته د لوبېدو چانس ورکړل شي. هغه وويل چې ما خپل وخت پوره کړ او نور ستړى شوى يم.

د يادولو ده چې اې بي ډيويلرز د ٢٠١٩ نړيوال جام نه مخکې هم د خپلې استعفا بېرته اخيستو خبره کړې وه او د غوراوي کمېټې ته يې پېغام استولى و چې هغه کولاى شي بېرته کرکټ پيل کړي، خو هغه مهال د جنوبي افريقا کرکټ بورډ مسوولينو د هغه دغه غوښتنه رد کړه.

اې بي ډيويلرز په خپل ١٤ کلن کرکټ کې د جنوبي افريقا لپاره ١١٤ ټېسټ لوبې، ٢٢٨ يو ورځنۍ لوبې او ٧٨ شل اوريزې لوبې ترسره کړې وې.

هغه په ټېسټ سياليو کې د ٥٠ په اوسط ٨٧٦٥ منډې جوړې کړې وې او همدا راز په يو ورځنيو لوبو کې يې د ٥٣ په اوسط سره ٩٥٧٧ منډې کړې وې. په شل اوريزو لوبو کې هغه د ٢٦ په اوسط ١٦٧٢ منډې کړې وې.

همدا راز په يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې د چټکې سليزې ريکارډ هم د اې بي ډيويلرز په نوم دى. هغه په ٢٠١٥ کال کې د ويسټ انډيز پر وړاندې په ٣١ توپونو سليزه وهلې وه.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …