کورپاڼه / کرکټ / ظهیر خان: د هند لوبډلې د توپ اچونې سکواډ په ټیسټ لوبه کې ۲۰ ویکټې اخیستلی شي

ظهیر خان: د هند لوبډلې د توپ اچونې سکواډ په ټیسټ لوبه کې ۲۰ ویکټې اخیستلی شي

د هند کرکټ لوبډلې پخوانی چټک توپ اچونکی ظهیر خان په یو بیان کې ویلي دي، د هند کرکټ لوبډلې د توپ اچونې سکواډ په ټیسټ لوبه کې ۲۰ ویکټ اخیستلی شي.

ظهیر خان د خپلو چټکو توپ اچونکو څخه خورا هیله من دی، هغه ویلي چې د هند لوبډلې چټک توپ اچونکي د نړۍ له هیڅ توپ اچونکي څخه کم نه دي.

نوموړي زیاته کړې، د سویلي افریقا پر وړاندې زموږ د چټکې توپ اچونې برخه له هر پلوه بشپړه ده، چې د جسپریت بومرا او محمد شامي په بېرته راتګ سره نوره هم پیاوړې شوې ده.

هغه ویلي، هند لوبډله د محمد سراج، امیش یادیو، شردل ټاکور او ایشانت شرما په شتون کې د کوربه سویلي افریقا لوبډلې توپ وهونکي له ستونزو سره مخ کولی شي.

ظهیر خان دا هم وایي، د هند توپ اچونکي په ښه فارم کې دي او توپ اچونه به یې په بهرني هېواد کې ګټوره وي. ایشانت شرما به په ایکسټرا باوسرو او محمد شامي به له تاوېدونکو توپونو ګټه پورته کړي او بومرا به توپ وهونکي غلطوي.

دا هم ولولئ

براډ هوج پر هینریکس د بندیز غوښتنه کړې، وایي په حسنین یې طنز کړی دی

د اسټرالیا پخواني کرکټ لوبغاړي براډ هوج غوښتنه کړې چې پر موسیس هینریکس دې بندیز …