کورپاڼه / جالب / یوازې ۵ ملي میتره کوچنی کتاب په حیرانوونکې بیه لیلام شو

یوازې ۵ ملي میتره کوچنی کتاب په حیرانوونکې بیه لیلام شو

د کتاب ارزښت په اړه ډېر متلونه او مقولې شته او تر ټولو مشهور دادی، چې کتاب تر ټولو ښه ملګری دی. رښتیا هم کتاب یو غوره ملګری خو په وروستیو زموږ په هېواد د کتاب اخیستنې ټکنی بهیر کابو درېدلی دی.

نن مو ورځ له یو داسې کتاب خبروو، چې ډېر کوچنی دی خو په حیرانوونکې بیه پلورل شوی. د راپور له مخې په بلجیم کې د ۵ ملي میتره په اندازه کوچنی کتاب په ۴۷۳۹ ډالر لیلام شوی دی.

د آرنبرګ په نوم د لیلام خونې رسنیو ته ویلي، چې په دې کتاب کې د کاتولیک کلیسا دعاګانې په انګلیسي، فرانسوي، الماني، هسپانوي او سویډني ژبو لیکل شوي دي.

د معلومات له مخې، دا کتاب یو له هغه کتابونو څخه دی چې په ۱۹۵۲ کال د المان د موزیم لخوا د نړیوالې جګړې له امله د اوښتو زیانونو د جبرانولو لپاره د بسپنې راټولولو په موخه یوازې د ۱۰۰ په شمېر خپاره شوي و.

دا کتاب یوازې ۵ ملي میتره او ۲ انچه دی. لیلام خونه هم دا وایي چې دوی هیله لرله چې دا کتاب به لږ تر لږه په ۱۷۰۰ ډالر لیلام شي خو دا چې له ۴ زرو پورته لیلام شو، حیرانوونکې وه.

دا هم ولولئ

یوې ښځې په محکمه کې له خاوند څخه د طلاق اخیستو قضیه اچولې؛ وایی میاشت کې یو ځل لامبي

یوې مصرۍ ښځې له خپل مېړه څخه په محکمه کې د طلاق غوښتنه کړې او …