کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / بیګا د کال تر ټولو اوږده شپه وه، دا شپه ۱۳ ساعته او ۲۳ دقیقې وه

بیګا د کال تر ټولو اوږده شپه وه، دا شپه ۱۳ ساعته او ۲۳ دقیقې وه

تېره شپه د کال تر ټولو اوږده شپه وه، چې د یلدا شپه هم ورته ویل کېږي، دا شپه ۱۳ ساعته او ۲۳ دقیقې وه چې دې حالت ته (ونټر سولسټس) ویل کېږي او کال کې دوه ځله واقع کېږي.

دې دوه ډوله حالتونو ته ونټر او سمر سولټس ویل کېږي، خو د ونټر سولسټس وروسته ورځې اوږدیږي او موسم د اوړي په لورې روانېږي.

د هوا پېژندنې کارپوهان وایي، د دسمبر میاشتې ۲۱ او ۲۲مې منځنۍ شپه تر ټولو اوږده شپه وه. نن د چهارشنبې ورځ لمر د سهار په ۶:۵۰ بجو راوخوت. دا بیګا شپه د ۱۳ ساعتونو ۲۳ دقیقو وه.

همدا راز د تېره ورځ سې شنبه د کال لنډه ورځ وه، چې لمر یې په ۴:۴۵ بجو پرېوت او ورځ یې ۱۰ ساعته او ۳۷ دقیقې وه.

په دې حالت کې ځمکه د لمر پر شاوخوا چکر وهي او یو داسې مقام ته رسېږي، چې د سویلي قطب لمر لورې ته پخپله لوړه سطحه کږیږي. د دې مطلب دا دی چې سویلي نیمه کرې ته رڼا ډېره پرېوځې او د ژمي موسم پیلېږي او شمالي نیمه کرې ته لږه رڼا پرېوځي او شپې اوږدېږي

دا هم ولولئ

د سپوږمۍ سطحه له څه شي جوړه شوې ده؟

یوې نوې څیړنې موندلې چې سپوږمۍ د سطحې طبقه د نیمه اوبه شوې یا ویلي …