کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / اصغر افغان ۳۴ کلن شو؛ د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

اصغر افغان ۳۴ کلن شو؛ د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان نن خپله ۳۴مه کليزه لمانځي، خو د نوموړي د زېږېدو نېټه دقیقه ځکه نه ده چې کریک انفو د دسمبر ۲۶مه او د افغانستان کرکټ بورډ ۲۲مه یادوي.

اصغر افغان، چې د نړیوال شل اوریز جام پرمهال یې له هر ډول کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ، په ١٩٨٧ کال کې په کابل کې زېږېدلى دى. هغه تر دې مخکې د اصغر سلامخېل او بيا د اصغر ستانکزي په نوم هم پېژندل کېده، چې بيا يې خپل نوم له اصغر ستانکزي څخه اصغر افغان ته بدل کړ.

اصغر افغان د مډل ارډر توپوهونکى دى، چې په ښي لاس توپوهنه کوي. نوموړى يو له هغه لوبډلمشرانو څخه دى، چې تر ډېر وخت پورې د ملي لوبډلې لوبډلمشر پاتې شوى دى، نوموړى چې د ٢٠١٩ کال نړيوال جام څخه مخکې له لوبډلمشرۍ ليرې شوی و، خو دوه کاله وړاندې د دويم ځل لپاره د ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو.

اصغر افغان چې د افغانستان په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې هم (٢٠٠٩) لوبېدلی و، هغه ۶ ټېسټ، ۱۱۴ نړيوالې يو ورځنۍ او ۷۵ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي.

په ټېسټ لوبو کې نوموړي د ۴۴ په اوسط ۴۴۰ منډې کړې دي، چې یوه سلیزه او ٣ پنځوسيزې يې هم وهلي دي. همدا راز په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې يې د ۲۴.۷۳ په اوسط ۲۴۲۴ منډې کړې دي، چې ١ سليزه او ١٢ پنځوسيزې يې وهلي دي.

په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې اصغر افغان د ۲۱.۹۳ په اوسط او ۱۱۰.۸۲ په سټرايک رېټ سره ۱۳۸۲ منډې ترلاسه کړې دي.

اصغر افغان چې له مخکې يوه مېرمن لري او ١ زوى او څلور لوڼې هم لري، په دې وروستيو کې يې دويمه واده هم وکړه. نوموړی په نړیوال شل اوریز جام کې د نمیبیا پر وړاندې وروستۍ لوبه وکړه او له هر ډول کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ.

دا هم ولولئ

جیمي نېشام ۳۱ کلن شو، د هغه په نور معلومات دلته ولولئ

جیمي نېشام، چې بشپړ نوم یې جیمس ډګلاس شاهان نېشام دی، له نن څخه ۳۱ …