کورپاڼه / هنر او کلتور / د یلدا یا څلې شپه په ایراني کلتور کې څه ډول لمانځل کېږي؟

د یلدا یا څلې شپه په ایراني کلتور کې څه ډول لمانځل کېږي؟

په نړۍ کې ډیری داسې مذهبونه او کلتورونه شته، چې له لرغونو وختونو راهیسې راروان دي، چې ځینې یې ځانګړي دي او ځینې یې خورا حیرانونکي دي. په دې لړ کې په ایراني کلتور کې د یلدا یا د څلې شپ هم لمانځل کېږي.

دا شپه د ایراني کلتور برخه ده، چې د نورو شپو سره توپیر لري نو ځکه خو ورته ډېر چمتوالی نېول کېږي او ایرانیان ورته د څلې شپه هم وایي، دا شپه د کال له اوږدو شپو څخه ده او د ایرانۍ کلیزې په وروستۍ میاشت کې راځي.

په دې مهمه شپه ایرانیان پخپلو کورونو کې پاتې کیږي او ډول-ډول خواړه چمتو کوي. په کور کې ټوله کورنۍ سره راټولیږي او د خوږو خوړو څخه خوند اخلي. هغه ځای چې ایراني کورنۍ پکې راټولیږي په ایراني ژبه ورته کرسۍ ویل کیږي.

په دې شپه دوی د حافظ دیوان لولي او دا د فارسي ژبې د مشهور شاعر خواجه شمس الدین محمد حافظ شیرازي شاعري ده. د کورنۍ هر غړی د حافظ نظم لولي او کورنۍ یې ورته د نظم په اړه فال ګوري.

په حقیقت کې یلدا د څلې یعنې د ژمي د ۴۰ لومړنیو شپو اوله شپه وي، چې څله ورته وایي. څلویښت ورځې په ایراني کلتور کې ځکه ارزښتمنې وي چې په دې ۴۰ ورځو کې صوفي چله لګوي او بیا له ۴۰ ورځو وروسته له کورنۍ سره لېدنه کوي.

دا هم ولولئ

اکشی کمار

د اکشی کمار د (بچن پانډی) فلم د نندارې نېټه اعلان شوه

د هندي سینما د مشهور اداکار اکشی کمار د راتلونکي فلم (بچن پانډی) په سینماګانو …