کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ساینسپوهان په دې فکر کوي چې په ۲۴ ساعتونو کې یوه ثانیه ختمه کړي

ساینسپوهان په دې فکر کوي چې په ۲۴ ساعتونو کې یوه ثانیه ختمه کړي

ساینسپوهان په دې اند دي، اوس وخت زموږ د ځمکې د ګرځېدو سرعت د نیمې پېړۍ وړاندې په پرتله زیات دی، که دا سرعت همداسې ډېر وي ښایي له اټومي ساعت څخه یوه ثانیه کمه کړل شي.

هغه سرعت چې ځمکه یې د خپل محور په شاوخوا کې وهي، له پیل څخه بدلون موندلی دی. ملیاردونه کاله وړاندې ځمکه په کال کې ۴۲۰ ځله تاوېدله، خو اوس یوازې ۳۶۵ ځلې تاوېږي.

خو ځینې وختونه د تاوېدلو یا ګرځېدلو سرعت لږ څه بدلیږي، چې نړیوال په کچه د وخت معلومونکی ساعت (اټومي ساعت) اغیزمن کوي او کله چې ځمکه یو څه ګړندۍ ګرځي، نو دې ته اړتیا پېښږي یو څو ثانیې ترې ویستل شي.

د انګلستان ساینسپوه پیټر ویبرلې خبرداری ورکړی، که دا سرعت ډېر شي، نو یوه ثانیه باید ویستل شي. پر ځمکه هره ورځ ۸۶۴۰۰ ثانیې وي، خو دا په یو حالت نه وي بلکې کمی او زیاتی پکې راتللی شي.

دا د ځمکې لاندې حرکت، سمندرونو او د سپوږمۍ د چاذبې قوې له امله وي. اټومي ساعت یو دقیق ساعت دی او وخت په اتوم کې د الکترونونو حرکت په واسطه اندازه کوي.

له همدې امله له ۱۹۷۲ کال راهیسې په ۱۸ میاشتو کې دې اټومي ساعت ته یوه-یوه ثانیه ور زیاتېږي، ترڅو دا او د ځمکې حرکت سره برابر وي او تر اوسه هیڅکله اټومي ساعت کومه ثانیه نه ده کمه شوې.

دا هم ولولئ

د سپوږمۍ سطحه له څه شي جوړه شوې ده؟

یوې نوې څیړنې موندلې چې سپوږمۍ د سطحې طبقه د نیمه اوبه شوې یا ویلي …