کورپاڼه / خبرونه / د شل اوریزو توپوهونکو درجه بندي: بابر اعظم لومړی مقام خپل کړ، حضرت الله ځاځی ۱۷م ته رسېدلی
حضرت الله ځاځی او بابر اعظم

د شل اوریزو توپوهونکو درجه بندي: بابر اعظم لومړی مقام خپل کړ، حضرت الله ځاځی ۱۷م ته رسېدلی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او غوره توپوهونکی بابر اعظم د نړیوالو شل اوریزو لوبو د توپوهونکو درجه بندۍ کې پرمختګ وکړ او لومړی مقام یې خپل کړ.

د انګلستان ډیویډ ملن چې مخکې په لومړي مقام کې و، اوس هغه دویم مقام ته راښکته شوی دی او لومړی مقام ترې بابر اعظم ترلاسه کړی دی، همدا راز په دریم مقام کې بیا د پاکستان محمد رضوان راغلی دی.

د نړیوالو شل اوریزو لوبو توپوهونکو په درجه بندۍ کې چې یو وخت حضرت الله ځاځی په لس غوره توپوهونکو کې راغلی و، پرلپسې ډول باندې ښکته روان دی.

نوموړی اوس د ۵۹۶ نومرو په لرلو سره په ۱۷م مقام کې دی، خو اوس هم نوموړی له انګلستاني لوبډلمشر ایون مورګن څخه مخکې دی.

د افغانستان په نورو توپوهونکو کې بیا رحمان الله ګربز په ۲۲م مقام، محمد نبي په ۲۹م مقام، نجیب الله ځدراڼ په ۳۰م مقام او اصغر افغان په ۴۹م مقام کې دي، دا لوبغاړي په ۱۰۰ غوره توپوهونکو کې راغلي دي، د یادولو ده چې اصغر افغان له نړیوالو سیالیو څخه استعفا ورکړې ده.

دا هم ولولئ

د افغان نولس کلنو کم عمره ځوانانو سبانۍ لوبه په ټلویزون ښودل کېږي

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه …