خپلواک وېبپاڼه (١٨ دسمبر ٢٠١٩): د هند او ويسټ انډيز ترمنځ په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې هندۍ لوبډلې توپاني توپوهنه ترسره کړه چې د ويسټ انډيز پر لوبډلې يې سمې کانې وکړې او په ١٠٧ منډو يې ورته ماته ورکړه.
د هند او ويسټ انډيز ترمنځ د درې يو ورځنيو لوبو دويمه لوبه د هند په ويساکاپټنم کې ترسره شوه. په پيل کې د لوبې پچه ويسټ انډيز وګټله او لومړى يې د هند لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د هند له لوري د پيل توپوهونکو روهيت شرما او کى ايل راهول په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې دواړو د ٢٢٧ منډو ملګرتيا وکړه. روهيت شرما ١٥٩ او راهول ١٠٢ منډې وکړې. همدا راز لوبډلمشر ويراټ کوهلي په صفر وسوځېده، خو شرياس اير ٥٣ او ريشاب پانټ ٣٩ منډې وکړې.
هند په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ٣٨٧ منډې وکړې. د ويسټ انډيز له لوري شيلډون کاټرېل ٢، کيمو پاول، الزاري جوسيپ او کيرون پولارډ ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.
د ٣٨٨ منډو د هدف په تعقيب کې ويسټ انډيز په لومړۍ ويکټ باندې ٦١ منډې وکړې، خو تر هغه وروسته يې توپوهنه له خطر سره مخ شوه. شاى هوپ ٧٨، نيکولاس پوران ٧٥، کيمو پاول ٤٦، ايوان ليوس ٣٠ او خېري پېري ٢١ منډې وکړې، همدا راز لوبډلمشر کيرون پولارډ په صفر وسوځېده.
د ويسټ انډيز ټوله لوبډله په ٤٣.٣ اورونو کې وسوځېدله او ٢٨٠ منډې يې وکړې چې په ١٠٧ منډو يې په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې له هند څخه ماته وخوړله.
د هند له لوري کلديپ يادو او محمد شامي ٣-٣، رويندرا جډيجا ٢ او شردول ټاکر ١ ويکټ ترلاسه کړه.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه روهيت شرما ترلاسه کړه.
کلديپ يادو د هند لومړنى توپ اچونکى شو چې په نړيوالو لوبو کې يې دوه ځلې هېټريک يا پرلپسې په درې توپونو درې لوبغاړي وسوځول. همدا راز په يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې بيا دا لومړى ځل و، چې د دواړو لوبډلو لوبډلمشران په صفر وسوځېدل.