کورپاڼه / کرکټ / شاهین افریدی: له بابر اعظم نه محمد رضوان غوره لوبډلمشر دی

شاهین افریدی: له بابر اعظم نه محمد رضوان غوره لوبډلمشر دی

د پاکستان کرکټ لوبډلې چټک توپ اچونکی شاهین افریدی وایي، چې محمد رضوان له بابر اعظم څخه غوره لوبډلمشر دی.

شاهین افریدي له یوې رسنۍ سره د مرکې پرمهال د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي دي، چې د محمد رضوان شخصیت یې ډېر خوښ دی.

هغه زیاته کړې، چې کله چې ما د خیبر پښتونخوا له لورې کورنۍ لوبې کولې، نو له محمد رضوان سره لوبېدم او هغه یو غوره لوبډلمشر دی.

هغه د خپلې لوبډلې د لوبډلمشر بابر اعظم په اړه وایي، لکه څنګه چې بابر اعظم د ملي لپاره لپاره په لوبډلمشرۍ کې غوره لاسته راوړنې لرلي دي، نو هغه ته دویم مقام ورکوم.

خو افریدی دا هم وایي چې بابر اعظم غوره توپ وهونکی دی او د هغه په لوبډلمشرۍ کې یې لوبډله مخ په بره روانه ده. هغه وایي:((بابر اعظم د لوبډلمشر په توګه ډېرې وړتیاوې ښودلي او موږ یې په لوبډلمشرۍ کې پرمختګ کوو.))

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …