کورپاڼه / هنر او کلتور / په طلوع ټلویزون کې د موسیقۍ ژوندۍ خپرونه؛ اریانا سعید یو مثبت ګام ګڼلی

په طلوع ټلویزون کې د موسیقۍ ژوندۍ خپرونه؛ اریانا سعید یو مثبت ګام ګڼلی

د جمهوریت له سقوط وروسته په هېواد کې د نورو چارو ترڅنګ هنري کارونه او موسیقي هم اغېزمنه شوه، ټول هنرمندان یا له هېواده ووتل او یا یې هم غږ خپ شو.

که څه هم د افغانۍ موسیقۍ غږ تر ډېره پورې چا وانه ورېده، خو دا غږ غلی نه و بلکې تېره ورځ د هېواد په خصوصي ټلویزون (طلوع) کې په یوه ژوندۍ خپرونه کې دا غږ بیا پورته شو.

د طلوع ټلویزون د موسیقۍ د ژوندۍ خپرونې په غبرګون د هېواد مشهورې سندرغاړې او د ښځو د حقونو مدافعې آریانا سعید هم پوسټ کړی او د دې کار ستاینه یې کړې ده.

اریانا سعید پر خپله فیسبوکپاڼه د یادې خپرونې لنډ کلیپ او لینک هم خپور کړی او لیکلي دي، چې دا یو مثبت ګام دی او په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې یې د نورو مثبتو ګامونو هیله او دعا هم کړې.

د یادونې وړ ده چې تېره شپه د یلدا شپه وه او د دې شپې د لمانځني په مناسبت طلوع ټلویزون د موسیقۍ یوه ژوندۍ خپرونه نشر ته وسپارل، چې دا د موسیقۍ ډېر مینه والو ستایلی دی.

دا هم ولولئ

اکشی کمار

د اکشی کمار د (بچن پانډی) فلم د نندارې نېټه اعلان شوه

د هندي سینما د مشهور اداکار اکشی کمار د راتلونکي فلم (بچن پانډی) په سینماګانو …