کورپاڼه / روغتيا / د ورځې په پیل سره دا (۶) کارونه عادت وګرځوئ

د ورځې په پیل سره دا (۶) کارونه عادت وګرځوئ

که چېرته غواړئ چې ټوله ورځ مو غوره او ښه تېره شي د دې لپاره اړینه ده چې د ورځې په پیل کې ورته چمتوالی ونیسئ او ځینې داسې عادتونه هم دي چې عمل پرې کول نه یوازې ستاسو ورځ ښه کولی شي بلکې کارونه مو هم په ښه ډول ترسره کېږي.

۱- وختي پورته شئ: د نړۍ زیات شمېر ناوخته پاڅېږي، خو دا کړنه د روغتیا لپاره ګټوره نه ده، بلکې وختي پورته شئ، چې ورځ مو ښه شي او کارونه مو ښه ترسره شي.

۲- کوټه او بستره پخپله پاکه کړئ: کله چې سهار له خوبه پورته شوئ، لومړی کار دا وکړئ چې بستره مو ټوله کړئ او خونه یا کوټه مو پاکه کړئ.

۳- ورزش وکړئ: سهار وختي پاڅېدل خو هسې هم روغتیا عمل دی خو که ورزش هم ورسره وشي نو دا به غوره وي او دا هم اړینه نه ده چې سخت ورزش دې وشي بلکې یوازې ۱۵ دقیقې ورزش هم ګټور وي.

۴- هره ورځ ولامبئ: که چېرته هره سهار په نیم ګرمو اوبو سره ولامبئ نو طبیعت به مو سم وي او ټول ورځ به مثبت فکره وئ.

۵- ناشته وکړئ: د نړۍ زیات شمېر خلک ناشته یا سباناری نه کوي یا ورته پام نه کوي، خو سباناری روغتیا ته خورا غوره دی او په مرسته یې زیاته انرژي هم ترلاسه کېږي.

۶- د کارونه نوملړ چمتو کړئ: کله چې سهار راپورته شئ خپل ټول کارونه مو ولیکئ او ترتیب ورکړئ، چې په دې به له ذهني فشاره آرام وئ او پورته ټول کارونه عادت وګرځوئ، دا مو د بریا کیلي ده.

دا هم ولولئ

پالک وخورئ او روغ او سالم ژوند وکړئ

پالک چې تقریباً په هر کور کې پخېږي، ګڼې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري. روغتیایي کارپوهان …