کورپاڼه / خپلواک / ايليس پيري د ښځينه کرکټ د کال غوره لوبغاړې اعلان شوه
ايليس پيري

ايليس پيري د ښځينه کرکټ د کال غوره لوبغاړې اعلان شوه

خپلواک وېبپاڼه (١٨ دسمبر ٢٠١٩): د اسټراليايي ښځينه لوبډلې الراونډرې ايليس پيري د کرکټ نړيوالې شورا د کال غوره ښځينه لوبغاړې جايزه ترلاسه کړه. نه يوازې دا چې هغه د ښځينه کرکټ لوبو د کال غوره لوبغاړې شوه، بلکې د دې تر څنګ په يو ورځنيو لوبو کې هم د کال غوره لوبغاړې اعلان شوه.

ايليس پيري سږ کال د اسټراليا د ښځينه لوبډلې لپاره ١٢ لوبې ترسره کړې، چې د ٧٣.٥٠ په اوسط يې توپوهنه ترسره کړه، همدا راز درې سليزې يې ووهلې او ٢١ لوبغاړې يې هم سوځولې، چې له دې سره يې د يو ورځنيو لوبو د غوره لوبغاړې جايزه هم ترلاسه کړه.

٢٩ کلنه ايليس پيري همدا راز په شل اوريزو لوبو کې بيا لومړنۍ لوبغاړې شوه چې ١٠٠٠ منډې يې پوره کړې او همدا راز ١٠٠ ويکټې يې هم ترلاسه کړې.

د شل اوريزو لوبو د غوره لوبغاړې جايزه بيا د اسټراليايي لوبډلې ويکټ ساتونکې اليسا هيلي ترلاسه کړه.

ايليس پيري چې د اسټراليا په ښځينه لوبډله کې د الراونډرې په حېث لوبېږي، په ٨ ټېسټ، ١١٢ يو ورځنيو او ١١١ شل اوريزو لوبو کې يې د اسټراليايۍ لوبډلې استازولي کړې ده.

هغې په ټېسټ لوبو کې د ٧٨.٠٠ په اوسط ٦٢٤، په يو ورځنيو لوبو کې د ٥٢.١٠ په اوسط ٣٠٢٢ او په شل اوريزو لوبو کې د ٣٠.٥٨ په اوسط ١١٠١ منډې ترلاسه کړې دي.

همدا راز په ټېسټ سياليو کې يې ٣١، په يو ورځنيو سياليو کې يې ١٥٢ او په شل اوريزو سياليو کې يې بيا ١٠٦ ويکټې هم ترلاسه کړي دي.

د ٢٠١٩ کال د ښځينه لوبو يو ورځنۍ غوره لوبډله بيا په لاندې ډول جوړه شوه:

اليسا هيلي (اسټراليا)، سمريتي مندانا (هند)، ټامسين بيومونټ (انګلستان)، ميګ لانينګ (اسټراليا)، سټافيني ټېلر (ويسټ انډيز)، ايليس پيري (اسټراليا)، جيس جوناسين (اسټراليا)، شيکها پانډى (هند)، جهولن ګوسوامي (هند)، ميګن شټ (اسټراليا) او پونم يادو (هند).

د سږکال د شل اوريزو لوبو په غوره لوبډله کې بيا لاندې لوبغاړې راغلي دي:

اليسا هيلي (اسټراليا)، ډينيلي ويټ (انګلستان)، ميګ لانينګ (اسټراليا)، سمريتي مندانا (هند)، ليزلي لي (ساوت افريقا)، ايليس پيري (اسټراليا)، ديپتي شرما (هند)، ندا ډار (پاکستان)، ميګن شټ (اسټراليا)، شبنم اسماعيل (ساوت افريقا) او رادها يادو (هند).

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …