کورپاڼه / خپلواک / هغه لوبغاړي چې ډېر ځل يې هېټريکونه ترلاسه کړي
لاسيت ملينګا، وسيم اکرم او کلديپ يادو

هغه لوبغاړي چې ډېر ځل يې هېټريکونه ترلاسه کړي

خپلواک وېبپاڼه (١٨ دسمبر ٢٠١٩): د کرکټ په نړۍ کې هېټريک دې ته وايي، چې يو توپ اچونکى په پرلپسې درې توپونو باندې درې لوبغاړي وسوځوي، خو په دې کې چې کوم لوبغاړى د منډې پر مهال وسوځېږي، هغه بيا په هېټريک کې نه شاملېږي.

د هند کلديپ يادو نن د ويسټ انډيز پر وړاندې هېټريک وکړ او لومړنى هندى توپ اچونکى شو، چې په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې يې دوه ځلې هېټريک وکړ.

خو په يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې بيا د سريلانکا توپ اچونکى لاسيت ملينګا هغه يوازينى لوبغاړى دى چې په يو ورځنيو لوبو کې يې درې ځلې هېټريک ترلاسه کړى دى.

هغه په لومړي ځل په ٢٠٠٧ کال کې د ساوت افريقا پر وړاندې هېټريک وکړ، په دويم ځل يې په ٢٠١١ کال کې د کينيا پر وړاندې هېټريک وکړ او همدا راز په همدغه کال کې يې بيا د اسټراليا پر وړاندې هم هېټريک وکړ او دا ستر ريکارډ يې په خپل نوم کړ.

همدا راز لاسيت ملينګا بيا دا ريکارډ هم په خپل نوم لري، چې په پرلپسې څلور توپونو يې څلور لوبغاړي سوځولي دي.

د پاکستان وسيم اکرم، ثقلېن مشتاق، د سريلانکا چمينداواس، د نيوزيلېنډ ټرينټ بولټ او د هند کلديپ يادو بيا هغه توپ اچونکي دي چې په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې يې دوه دوه ځلې هېټريکونه ترلاسه کړي دي.

وسيم اکرم په ١٩٨٩ کې د ويسټ انډيز او په ١٩٩٠ کې د اسټراليا پر وړاندې هېټريک ترسره کړ. ثقلېن مشتاق په ١٩٩٦ او ١٩٩٩ کې د زمبابوې پر وړاندې هېټريکونه ترسره کړي دي.

ODI Hat-Trick Heroes

چمينداواس په ٢٠٠١ کې د زمبابوې او په ٢٠٠٣ کې بيا د بنګله دېش پر وړاندې هېټريکونه وکړل. ټرينټ بولټ په ٢٠١٨ کې د پاکستان او په ٢٠١٩ کې د اسټراليا درې درې لوبغاړي پرلپسې وسوځول او کلديپ يادو په ٢٠١٧ کې د اسټراليا او په ٢٠١٩ کې د ويسټ انډيز پر وړاندې هېټريکونه ترسره کړل.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …