کورپاڼه / روغتيا / په ورځ کې باید څو پیالې شین چای وڅښل شي او ډېر استعمال یې څه زیان لري؟

په ورځ کې باید څو پیالې شین چای وڅښل شي او ډېر استعمال یې څه زیان لري؟

قهوه یا شین چای، چې روغتیاپالان یې د روغتیا لپاره خورا ګټور بولي، په بېلابېلو ډولونو سره موندل کېږي چې استعمال یې بې شمېره ګټې او له بېلابېلو ناروغیو څخه ژغورل ممکنوي.

روغتیاپالان هغه کسانو ته د شین چای د استعمال سپارښتنه کوي، چې د شکر، د وینې فشار، ذهني فشار، چاغښت او نورو ناروغیو څخه ځان ژغورل غواړي. دوی وایي چې شین چای د ناروغیو جړه یعنې چاغښت کنترولوي او د کافین په شتون د بدن غړي په غوره ډول فعالیت کوي.

روغتیاپالان وایي، د شین چای څښل د شریانونو تنګي او سختي ختموي. همدا راز منفي بکټریا او میکروبونه له منځه وړي او په پایله کې بدن له مضرو مادو پاک ساتي او مجموعي روغتیا ښه کوي.

دوی دا هم وایي چې شین چای د انټي اکسیدنټ ښه منبع ده او د سرطان خطر کموي او دفاعي سیستم ته ځواک ورکوي. که څه هم چای خورا زیاتې ګټې لري خو ډېر استعمال یې زیان هم لرلی شي.

روغتیاپالان وایي، په ورځ کې لږ تر لږه دوه یا ډېر پنځه پیالې شین چاس باید استعمال شي، له دې زیات استعمال یې زیانمن وي. که چېرته زیات شي نو د خوب، وینې کمښت، ذهني فشار او هډوکو کمزورۍ ستونزي پیدا کوي. که چېرته ورځ کې دوه یا درې پیالې شین چای څښئ نو د شېدو چای مه څښئ.

دا هم ولولئ

هوږه او شات سره یوځای کړئ او حیرانوونکې ګټې ترې واخلئ

هوږه چې په هر ډول خوړو کې استعمالېږي، په هر یو کور او پخلنځي کې …