کورپاڼه / ريکارډونه / ارون فینچ په بېرته راستنېدو سره ریکارډ جوړ کړ

ارون فینچ په بېرته راستنېدو سره ریکارډ جوړ کړ

د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر ارون فینچ په شل اوریزه لوبو کې لس زره (۱۰۰۰۰) منډې پوره کړې او شپږم لوبغاړی شو چې دا کارنامه ترسره کوي.

نوموړي دا ویاړ تېره ورځ د بیګ باش لیګ په سیالیو کې د میلبورن رینګیډز لوبډلې ته په راستنېدو د پرت سکارچرز لوبډلې پر وړاندې د ۶۸ منډو په کولو ترلاسه کړ.

په شل اوریزه کرکټ د تر تولو زیاتو منډې ریکارډ له کریس ګیل سره دی، هغه د ۱۴۳۲۱ منډو په لرلو لومړی مقام لري. یوازې دا نه بلکې کریس ګیل د زیاتو سلیزو (۲۲)، د زیات نیمه سلیزو (۸۷)، د زیاتو شپږیزو (۱۰۴۵) او د زیاتو څلوریزو (۱۱۰۸) ریکارډ هم له ځان سره لري.

د ډېرو منډو جوړولو په نوملړ کې کیرون پولارد دویم مقام لري، هغه د یوې سلیزې او ۵۶ نیمه سلیزو پرمټ ۱۱۳۲۶ منډې لري. دریم مقام له شعیب ملک سره د ۱۱۲۷۴ منډو په جوړولو سره دی.

همدا راز ډیویډ وارنر د ۸ سلیزو او ۸۵ نیمه سلیزو پرمټ د ۱۰۳۰۸ منډو په لرلو څلورم او ویرات کوهلي د ۵ سلیزو او ۷۵ نیمه سلیزو پرمټ ۱۰۲۰۴ منډې لري او پنځم مقام له ځان سره لري. اوس شبږم مقام ارون فینچ خپل کړ او ۸ سلیزو او ۶۵ نیمه سلیزو پرمټ ۱۰۰۴۸ منډې لري.

دا هم ولولئ

د افغان نولس کلنو کم عمره ځوانانو سبانۍ لوبه په ټلویزون ښودل کېږي

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه …