کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د سریلانکا نولس کلنو د کویټ نولس کلنو ته د ۲۷۴ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه

د سریلانکا نولس کلنو د کویټ نولس کلنو ته د ۲۷۴ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه

له نولس کلنو د کم عمره لوبډلو ترمنځ د اسیا جام سیالیو په لړ کې د سریلانکا نولس کلنو د کویټ نولس کلنو ته د ۲۷۴ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

د اسیا جام سیالیو په لړ، چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي، دویمه لوبه کې سریلانکا او کویټ لوبډلې سره مخ شوې، چې په پیل کې سریلانکا پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه.

سریلانکا په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۳۲۳ منډې وکړې. د دوی له لورې چمندو وکرامسینګ ۵۴، شان ډینیل ۵۴، پون پتراجا ۸۶ او رانده سومراټني ۶۰ منډې وکړې. د کویټ لخوا حیدر علي او ذیشان عظیم ۲-۲ او عبدالله ظهیر ۱ ویکټ واخیست.

کویټ نولس کلنو د سریلانکا د ۳۲۴ منډو هدف په تعقیب د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۴۹ منډې وکړې او په ۲۷۴ منډو یې ستره ماتې وخوړه.

د کویټ لخوا میت بیشور ۲۵ زیاتې منډې وکړې. د سریلانکا لخوا دنت ویلالج ۴، سدیشا راجاپکسا ۳ او متهیش پتهرانه ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …