کورپاڼه / د لوبو راپورونه / هند نولس کلنو د متحده عربي اماراتو نولس کلنو ته ستره ماتې ورکړه

هند نولس کلنو د متحده عربي اماراتو نولس کلنو ته ستره ماتې ورکړه

له نولس کلنو د کم عمره لوبډلو ترمنځ د اسیا جام سیالیو په لړ کې د هند نولس کلنو د متحده عربي اماراتو نولس کلنو ته د ۱۵۴ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

د اسیا جام سیالیو په لړ، چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي، لومړۍ لوبه کې هند او متحده عربي اماراتو لوبډلې سره مخ شوې، چې په پیل کې اماراتو پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

هند په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۲ منډې وکړې. د دوی له لورې هرنور سینګ ۱۲۰ یش دهول ۶۰ او راجوردان هنګرګیکر ۸ منډې وکړې. د اماراتو لخوا علیشان شرف ۲ او افضل خان ۱ ویکټ واخیست.

د اماراتو نولس کلنو د سریلانکا د ۲۸۳ منډو هدف په تعقیب د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۸ منډې وکړې او په ۱۵۴ منډو یې ستره ماتې وخوړه.

د اماراتو لخوا کي سمېت ۴۵ زیاتې منډې وکړې. د هند لخوا راجوردان هنګرګیکر ۳، ګرو سنګوان، کوشل ټامبي او ویکي اوستول ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …