کورپاڼه / بېلا بېل / په هند کې د بیزوګانو او سپو دښمني؛ اصل کیسه څه ده؟
بیزو او کوکری

په هند کې د بیزوګانو او سپو دښمني؛ اصل کیسه څه ده؟

په رسنیو کې له څو ورځو راهیسې د هند مهاراشټر د یو کلي په اړه خبرونه خپرېږي، چې په دغه کلي کې د بیزوګانو او سپو ترمنځ دښمني پیل شوې ده، چې په پیل کې یو سپي د بیزو بچی مړ کړی و، چې په ځواب کې یې بیزوګانو د سپو ۲۵۰ کوکري اوچتو ځایونو ته پورته کړي او ښکته یې راغورځولي دي چې مړه شوي دي.

د بي بي سي د هند یوه ډله دغه کلي ته تللې ده او په دې اړه یې پوره څېړنه کړې ده. دوی وايي، چې د کلي د مشرانو سره دوی ولیدل، خو خلکو په دغه اړه بېلا بېل نظرونه لرل.

ځینو کسانو همدغه کیسه تکرار کړې ده، خو ځینو کسانو بیا خبریالانو ته ویلي دي، چې داسې کومه خبره نشته، دلته به مخکې هم بیزوګانې راتللې، خو څو میاشتې مخکې بیا دوی په دې کلي کې ځانته ځای جوړ کړ او اکثر به یې کوکري نیول او د کورونو سر ته یا هم ونو ته به یې پورته کول.

د کوکرو د مړینې په اړه هم بېلا بېل نظرونه دي، ځینو کسانو دوه سوه، ځینو سل او ځینو ان پنځوس یاد کړي دي، خو د دغه ځای د ځنګل ساتنې ادارې بیا بي بي سي ته ویلي دي، چې داسې هېڅ نه دي، بلکې ډېر کم کوکري مړه شوي دي.

اخر د بیزوګانو او سپو ترمنځ لانجه په څه وه؟ په دې اړه د ځنګل ساتنې ادارې د بي بي سي خبریال ته ویلي دي، چې داسې هېڅ کیسه نشته، بلکې اصل کیسه دا ده، چې د سپو په بدن کې سپږې کېږي او بیزوګان د همدغه سپږو د خوړلو لپاره کوکري وړي، ځکه دوی غټ سپي نه شي نیولی او کوکري دوی په اسانۍ وړلی شي.

هغه زیاتوي، دا کوکري دوی زیاتره د ونې سر ته یا د کورونو سر ته خېژوي، نو هلته چې کله بیزوګان د دوی نه سپږې وخوري، نو هماغه ځای یې پرېږدي او کوکري واړه وي، نو بیا نه شي کولای چې بېرته راکوز شي او ځینې به ترې راغورځېدلي وي او کېدای شي ځینې بیا هماغلته پاتې وي او مړه شوي وي.

د دغه مسئلې د حل کولو لپاره بیا د ځنګل ساتنې اداره لاس په کار شوه، چې هغوی د یو کوکري په مرسته دغه بیزوګان ونیول او اخر یې بېرته ځنګل ته یوړې او هلته یې پرېښودې، اوس په دغه کلي کې خلکو بیا د ارام ساه اخیستې ده.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې د پیازو پرې کولو پرمهال مو سترګې اوښکې ونه کړي؟

د ترکارۍ په تیارولو کې د پیازو استعمال اړین وي او کله چې پیاز پرې …