کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د ولسي جرګې پخوانی غړی نریندر سینګ خالصه بېرته هېواد ته راستون شو؛ وایي هلته د خپل هېواد په څېر مینه نه وه

د ولسي جرګې پخوانی غړی نریندر سینګ خالصه بېرته هېواد ته راستون شو؛ وایي هلته د خپل هېواد په څېر مینه نه وه

د ولسي جرګې پخوانی غړی او د سیکانو استازی نریندر سینګ خالصه بېرته هېواد ته راستون شو؛ وایي چې خپل هېواد پسې ډېر خپه و او هر وخت به یې پسې ژړل.

دا په داسې حال کې ده، چې د جمهوریت له سقوط وروسته د ولسي جرګې او مشرانو جرګې کابو ټول استازي هم له هېواد ووتل، چې له هغې ډلې نریندر سینګ خالصه هند ته ولاړ.

نوموړي د خپل راتګ په اړه وایي، چې د جمهوریت له سقوط وروسته یې افغانستان پرېښود خو زیاتوي، ما خپل هېواد افغانستان پرېښود، خو هر وخت به مې پسې ژړل.

خالصه زیاتوي، چې څلور میاشتې یې په هند کې تېرې کړې، خو دا وخت پرې ډېر اوږد تمام شو، ځکه چې پر وینا یې هلته د خپل هېواد په څېر مینه او خوند نه و، ځکه خو بېرته راستون شو.

د یادونې وړ ده چې نریندر سینګ خالصه په ۲۰۱۸ کال د سیکانو له لورې ولسي جرګې ته نوماند شوی و، چې له هغې وروسته ورته بریالی هم شو او د جمهوریت تر سقوط پورې په ولسي جرګه کې د سیکانو استازی و.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب؛ هغه څوک چې د ولس سره په غم او ښادۍ کې ولاړ دی

د جمهوري دولت په پارلمان کې د کندهار د خلکو استازي حاجي سید احمد سېلاب …