کورپاڼه / جالب / د اسرایلو ساحل ته نږدې د حضرت عیسی علیه السلام سمبولیک انځور لرونکې ګوتمه موندل شوې

د اسرایلو ساحل ته نږدې د حضرت عیسی علیه السلام سمبولیک انځور لرونکې ګوتمه موندل شوې

په اسرایلو کې د مدیترانې ساحل ته نږدې، لرغونپوهانو د رومي دورې د سرو زرو یوه ګوتمۍ موندلې او دا ګوتمۍ د عیسویت په لومړیو ورځو کې د عیسی علیه السلام د سمبولیک انځور په توګه کارول کیده.

د اسرایلو د لرغون پېژندنې ادار وايي چې په دې ګوتمۍ کې یو شین غمی لګول شوی او پر هغې د یو شپون انځور تراشل شوی چې په اوږه یې پسه وي.

د عیسوي مذهب په سپیڅلي کتاب کې عیسی علیه السلام ته د ښه شپون نوم هم کارول شوی دی.

دا ګوتمۍ د سایزساریا ساحل ته نږدې د دوو پخوانیو کښتیو په پاتې شونو کې موندل شوې او له ګوتمۍ سره نورې بې شمېره فنپارې هم موندل شوي.

په نورو موندل شویو شیانو کې د سپینو زرو او مسو سلګونه رومي سکې شاملې دي، چې د دریمې پیړۍ له منځنۍ دورې سره تړاو لري او د ۱۴مې پیړۍ په لومړیو کې د مملوک دورې د سپینو زرو سکو یوه خزانه هم موندل شوې ده.

دا هم ولولئ

یوې ښځې په محکمه کې له خاوند څخه د طلاق اخیستو قضیه اچولې؛ وایی میاشت کې یو ځل لامبي

یوې مصرۍ ښځې له خپل مېړه څخه په محکمه کې د طلاق غوښتنه کړې او …