کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د رحمان الله ګربز لوبډلې د لنکا لیګ اتلولي وګټله

د رحمان الله ګربز لوبډلې د لنکا لیګ اتلولي وګټله

لنکا غوره لیګ سیالیو په پایلوبه کې رحمان الله ګربز ۳۵ غوره منډې وکړې او لوبډلې یې د یاد لیګ اتلولي خپله کړه.

د لنکا غوره لیګ سیالیو په پایلوبه لوبه کې د ګال ګلیډیټرز او جافنا کینګز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې جافنا وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه.

جافنا کینګز په ټاکلو شل اورونو کې ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۱ منډې وکړې، د دوی له لورې اویشکا فرناندو ۶۳، رحمان الله ګربز ۳۵ او ټام کوهلر کاډمور ۵۷ تر ټولو زیاتې منډې وکړې.

د ګال ګلیډیټرز لخوا سمېت پټېل، محمد عامر او نوان توشیرا ۱-۱ ویکټ واخیسته.

ګال ګلیډیترز د ۲۰۲ منډو هدف په تعقیب په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۹ منډې وکړې او په ۲۳ منډو یې ماتې وخوړه.

د ګال ګلیډیټرز لخوا کوسل مینډیس ۳۹ او دنشکات ګنلکا ۵۴ تر ټولو زیاتې منډې وکړې. د ګال جافنا کینګز لخوا ونېندو هسرنګا او چیترنګا ډي سلوا ۲-۲، جیډن سیلس، مهیش تیکشانا، سرنګا لکمل ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه

دا هم ولولئ

د افغان نولس کلنو کم عمره ځوانانو سبانۍ لوبه په ټلویزون ښودل کېږي

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه …