کورپاڼه / کرکټ / د لومړنیو دوو ټیسټ لوبو وروسته ډیویډ میلان د ایشیز لوبلړۍ د ګټلو کلک هوډ لري

د لومړنیو دوو ټیسټ لوبو وروسته ډیویډ میلان د ایشیز لوبلړۍ د ګټلو کلک هوډ لري

د انګلستان کرکټ لوبډلې تکړه توپ وهونکی ډیویډ میلان د لومړنیو دوه ټیسټ لوبو له بایللو وروسته هم د ایشیز لوبلړۍ د ګټلو کلک هوډ لري.

د یادونې وړ ده، چې ډیویډ میلان په دواړو ټیسټ لوبو کې د انګلستان لپاره ښه تمام شو، هغه په دواړو ټیسټ سیالیو کې کابو ۸۰-۸۰ منډې جوړې کړې، خو سلیزه یې ونه وهله.

اوس نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، که چېرته د ۲-۰ وروسته والی د ایشیز لوبلړۍ په ګټلو بدلول غواړي، نو هغوی باید د دې لپاره باید اوږده پاڼۍ ولوبوي.

میلان وایي، دا پر موږ پورې اړه لري چې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړو او وړتیاوې وښیو او د دې لپاره ټول چمتو دي، ټول ګټل غواړي او اوس هم ښه موقع ده.

د تېرې دوشنبې په ورځ په اډلیډ کې دویمه ټیسټ لوبه پای ته ورسېده، چې انګلستان پکې د ۲۷۵ منډو په توپیر له اسټرالیا ماتې وخوړه، اوس که انګلستان د ایشیز اتلولي ګټي، نو درې واړه ټیسټ لوبې باید وګټي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …