کورپاڼه / کرکټ / ټرینټ بولټ د خپلې لوبډلې لپاره غوره کارنامه وکړه

ټرینټ بولټ د خپلې لوبډلې لپاره غوره کارنامه وکړه

د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې کیڼ لاسي چټک توپ اچونکي ټرینټ بولټ د یاد هېواد په کورنیو سیالیو (سوپر سمیش لیګ) کې د ناردرن ډسټرکټس لوبډلې په استازیتوب غوره کارنامه وکړه.

د ناردرن ډسټرکټس لوبډله د ۱۰۸ منډو آسانه هدف په تعقیب هغه وخت له ستونزو سره مخ شوه، کله چې په وروستي اور کې ورته ۸ منډې پکار وې او ۴ ویکټې هم درلودې، خو په ۴ توپونو یوازې ۱ منډه راغله او ویکټې یې هم له لاسه ورکړې.

د اور په ۵م توپ کلارک یوه منډه وکړه او ټرینټ بولټ سټرایک ته راغی، دا وخت ناردرن لوبډلې په ۱ توپ ۶ منډو ته اړتیا لرله او یوازې ۱ ویکټه یې درلوده.

په دې دوران کې ټرینټ بولټ په وروستي توپ په زړه پورې شبږیزه ووهله او لوبډله یې تر بریا ورسوله.

د یادونې وړ ده، چې همدا ډول یوه کارنامه حمید حسن هم ترسره کړې، نوموړي د متحده عربي اماراتو پر وړاندې، هغه وخت څلوریزه او شپږیزه وهلې وه، چې افغان لوبډلې په ۲ توپونو ۱۰ منډو ته اړتیا لرله.

دا هم ولولئ

د افغان نولس کلنو کم عمره ځوانانو سبانۍ لوبه په ټلویزون ښودل کېږي

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه …