کورپاڼه / بېلا بېل / هغه سړی چې ماشوم یې وزېږاوه، وايي له دې وجه خپه و چې ولې ورته (مور) ویل کېږي
نرښځی پلار

هغه سړی چې ماشوم یې وزېږاوه، وايي له دې وجه خپه و چې ولې ورته (مور) ویل کېږي

هغه امریکايي نرښځی سړی چې څه وخت مخکې یې ماشوم زېږولی دی، وايي په روغتون کې نرسانو ورته هڅه کوله چې (مور) ورته ووايي، خو د هغه دا کار نه خوښېده.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، بینیټ کیسپر ویلیمس ته یوه لسیزه مخکې دا معلومه شوه، چې هغه نرښځی دی، له هغه وروسته هغه د خپل ځان د بدلولو هڅې پیل کړې، په ۲۰۱۷ کال کې هغه بیا د خپل راتلونکي خاوند ملک سره ولیدل او دوه کاله وروسته دوی واده وکړ.

څه وخت وروسته دوی فکر وکړ، چې باید اولاد یې وي او دوی په دې اړه فکر کاوه، چې څه داسې لاره برابرېدی شي چې دوی اولاد ولري، له هغه وروسته بیا بینیټ پرېکړه وکړه، چې هغه دا کولای شي چې په خپله اولاد وزېږوي او د ۲۰۲۰ کال د مارچ په میاشت کې هغه حامل یا حامله شو.

بینیټ د هډسن په نوم دغه ماشوم د سیسرین سیکشن له لارې د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په میاشت کې وزېږاوه، هغه وايي چې په روغتون کې د نرسانو له خوا هغه له ستونزو سره له دې امله مخ شو، چې هغوی دې ته نه قانع کېده چې ماته پلار ووايي، بلکې هغوی د (مور) په ویلو تاکید کاوه.

نوموړی همدا راز وايي، چې مادرهوډ یا مور جوړېدل په امریکا کې یو کاروبار ګرځېدلی دی، دا د هیچا لپاره د منلو نه وه، چې یو کس چې ږیره لري، د ښځو غوندې سـیـنـه نه لري، او د نارینه و غوندې دی، هغه څنګه کولای شي چې اولاد وزېږوي او خلک بیا هغه ته د (مور) ویلو تاکید کوي.

بینیټ وايي، چې د کورونا په وخت کې د یو اولاد پالنه په رښتیا هم ډېر سخت کار دی او دا زما لپاره بېخي یوه نوې تجربه وه، خو هډسن (د هغه زوی) یوازې مینه ویني او هغه ته به دا هر څه لکه د نورو ماشومانو په څېر ښکاره کېږي او د هغه سره په مینه کې به هېڅ کمی نه راځي.

دا هم ولولئ

یوې ښځې د خپل مېړه دوه ګوتې ماتې کړي، وایي دویم واده یې کاوه

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې یوې اسیايي مېرمنې د خپل مېړه د …