کورپاڼه / خبرونه / بالاخره د اصغر افغان ارمان پوره شو؛ هغه یو بهرني لیګ کې واخیستل شو
اصغر افغان

بالاخره د اصغر افغان ارمان پوره شو؛ هغه یو بهرني لیګ کې واخیستل شو

د افغانستان کرکټ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او تقاعد شوی لوبغاړی اصغر افغان د آسیا زمریو (لاینز) لوبډلې واخیست. نوموړی به له نورو آسیایي لوبغاړو سره یوځای په یوه لوبډله ولوبېږي.

د معلومات له مخې، د تېرې پنجشنبې په ورځ د اسیا زمریو (لاینز) لوبډلې د لیجینډز لیګ، یعنې د تقاعد شویو لوبغاړو ترمنځ سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه، چې افغان لوبغاړی اصغر افغان هم پکې شامل دی.

د اسیا زمریو (اسیا لاینز) لوبډله کې شعیب اختر، شاهد افریدي، جیسوریا، مورلي درن، چمندا واس، رومیش کالویترانا، تلکارتني دلشان، اظهر محمود، اپول ترنګا، مصباح الحق، محمد حفیظ، شعیب ملک، محمد یوسف، عمر ګل، یونس خان او اصغر افغان شامل دي.

د معلومات له مخې، دغه لیګ به د راتلونکي جنورۍ په میاشت کې د عمان په الامارات کرکټ لوبغالي کې ترسره شي، چې په دې کې به د هند لوبډله، آسیایي لوبډلې او د نړۍ کرکټ د نورو لوبغاړو لوبډله به د درې اړخیزې لوبلړۍ په ډول له پایلوبې وړاندې شپږ لوبې کوي.

د ایل ایل سي لیګ شریک بڼسټ ایښودونکی رامان راجا وایي، موږ ژمن یو چې د ایل ایل سي له لارې د کرکټ مینه والو لپاره د کرکټ نړیوالې معیاري لوبې وړاندې کړو او هدف مو دادی چې د کرکټ پخوانۍ لوبې بیرته را ژوندۍ کړي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …